جالب او حیرانوونکي

اندونیزیا کی مار یوه ښځه وژ:لې او ټوله یې تر ستوني تېره کړې ده.

hqdefault
Avatar photo
Written by Zwak News

رپوټونه وايي، د اندونیزیا جیمبي ولایت کې یوه لوی مار یوه ښځه وژ:لې او ټوله یې تر ستوني تېره کړې ده.

جهرا چې د ربړونو کاروبار یې کاوه او شاوخوا پنځوس کلنه وه، د یکشنبې په ګهیځ د ربړ جوړولو یوې فابریکې ته ولاړه.

خو کله چې د شپې بېرته راستنېدله، ترۍ تم شوه، ډېره ولټول شوه، مګر یوه ورځ وروسته کلیوالو د یوه لوی مار په ګېډه کې ومونده‌.

کلیوالو وروسته مار وواژه او دا یې د مار له معدې راوایستله.

د پولیسو یوه مشر بیټارا جمبي رسنیو ته وویل، “قرباني شوې ښځه د لوی مار معده کې وموندل شوه”. دی وايي جسد یې تر ډېره سالم ښکاري.‌

دی وايي، د ښځې مېړه د یکشنبې پر شپه د هغې ځینې جامې او هغه سامان وموندل چې د ربړ یوه کارخونه کې یې کار پرې کاوه، همدا وو چې ده له پلټونکې ډلې سره اړیکه ونیوه.

کله چې د دوشنبې په ورځ پنځه متره (۱۶ فوټه) اوږد مار وموندل شو، کلیوالو ونیو او ویې واژه چې د قرباني شوې ښځې له هویت ډاډمن شي.

حریفا سي اېن اېن ته ویلي: “کله چې کلیوالو د مار ګېټه څیرې کړه، جهرا یې پکې ومونده”.

که څه هم دا ډول پېښې کمې پېښېږي، خو دا لومړی ځل نه دی چې اندونیزیا کې یو انسان دا ډول وژل کېږي او مار یې خوري.

د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو منځ‌ کې هم دې ته د ورته پېښو خبر ورکړل شوی و.

لوی ماران چې څه خوري بشپړ یې له مرۍ تېروي. ژامې یې ډېرې ټینګې سره نښلي او قرباني شوی څیز سره چوملک کړي.

وړاندې یوه کارپوه بي بي سي ته ویلي وو، ماران معمولاً موږکان او نور حیوانات خوري، “خو کله چې مشخصې اندازې ته ورسېږي، نو بیا د موږکانو کیسه کې نه وي ځکه چې د موږکانو کالوري ورته کافي نه وي”.

په سنګاپور کې د وحشي ژوو د خوندیتوب څېړونکې ماري روت لو ویلي: “په اصل کې هرڅومره چې دوی لوی شي هومره لوی ښکار کولی شي”.

دا ان د خوګانو او غواګانو په څېر لوی حیونات ښکار کولی شي.

Leave a Comment