واده یوه جدي مسله ده چې د احساساتو په ځای باید عقل پکې مخکې وي، په دې ليکنه کې د نجونو ځينې ارزښتونو ته اشاره کوو چې په نارينه کې يې لټوي.
۱- په خپل ځان باور، په ځان باور ددې سبب کېږې چې نجلۍ ددا ډول نارينه سره ځان خوندي احساس کړي، په هرځای کې یې سر ورباندې لوړ وي او د ژوند په سفر کې وفادار وي او دا بار پورته کولی شي.
۲- وړتیا او شوق؛ ډېری هلکان فکر کوي چې د نجونو صرف پيسه داره هلکان خوښېږي خو نجونې په دې هکله بل ډول فکر کوي، ددوی په فکر یو کس باید په مالي ډول خپلواک وي، که اوس نه وی خپلواک بايد دا وړتیا پکې وي چې سبا به خپلواک شي.
۳- خپل خاص طرز؛ نجونې دا ډول نارينه خوښوي چې خپل خاص طرز او خوی ولري د نورو سره يو څه توپیر ولري او دوی ورسره يو متفاوت ژوند ولري.
۴- سخي انسان؛ ښځینه ژوند کوي، د ډېرو خبرو هخوا غواړئ نوي څه واخلئ نوي څه وخوري، له همدې کبله یې بخيل نارينه هېڅ نه خوښېږي، ددوی داسې نارينه خوښېږي چې ډېر په دنيا سخت نه وي او ددوی د خوښۍ خیال وساتي