خبرونه

انتوني بلېنکن امریکا او پاکستان یوه ګډه موخه دا وه چې افغانستان کی

BackgroundEraser 20220927 111311685
Avatar photo
Written by Zwak News

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خپل پاکستاني سیال سره د افغانستان او سیمې پر وروستیو حالاتو خبر کړې دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بلېنکن د پاکستان د بهرنیوم چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او ورسره مل پلاوي سره لیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې دواړو لورو د پاکستان پر سېلابونو، د سیمې او په ځانګړې توګه د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي. تر یادې لیدنې وروسته له زرداري سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلېنکن ویلي


چې دوو لسیزو پورې د امریکا او پاکستان یوه ګډه موخه دا وه چې افغانستان کې سوله رامنځته شي. هغه زیاته کړې چې دوی په ګډه اوس هم د یوه باثباته افغانستان غوښتونکي دي. د امریکا بهرنیو چارو وزیر پاکستان سره د خوړو امنیت برخه کې د لس میلیونه ډالرو نورې مرستې اعلان هم وکړ.

Leave a Comment