اميدوارو مېرمنو ته ښايي، چې د نايلوني جامو له اغوستلو ډډه وکړي او ډېر مايعات واخلي.
په اميدوارو ميندو کې سوزاک يوه ساري او ميکروبي ناروغي ده، چې د جنسي اړيکو او هم د وينې له لارې له ناروغ نه روغ کس ته لېږدېدای شي.
په اميدوارو ميندو کې د سوزاک نښې نښانې عبارت دي له: په تناسلې لاره کې خارښت، سوی ، درد ،او د ژېړ چرک راوتل .”
که چېرې ددې ناروغۍ په خپل وخت درملنه ونشي، د بولي او تناسلي لارې او د بندونو اومفصلونود التهاب يا ګزک لامل کيږي.ددې ناروغۍ ډېر پرمختګ د ماشوم د له وخت نه مخکې د زېږون لامل هم کيږي. پدې ناروغۍ اخته مېرمنې بايد پرته له ځنډ نه ډاکتر ته مراجعه وکړي.
اميدوارو مېرمنو ته ښايي، چې دنايلوني جاموله اغوستلو ډډه وکړي، ډېر مايعات واخلي او نظافت ته ، په ځانګړي ډول دجن+سي اړيکوپر مهال ځانګړې پا ملرنه وکړي.