تعلیم

امریکا پر سعودي او اماراتو د الوتکو ضد

BackgroundEraser 20220804 123228656
Avatar photo
Written by Zwak News

راپورونو له مخې، ‏امریکا اعلان وکړ چې پر سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو يې څه باندې پنځه میلیارد ډالرو پر ارزښت د الوتکو ضد توغندیو سیستم وپلوره.

‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې سعودي عربستان به د الوتکو ضد یا دافع هوا ۳۰۰ پیتریات توغندي سیستم ورکړي.

د معلوماتو له مخې، دا سیستم د لرې ویشتونکي بالیسټیک توغندیو، کروز توغندیو او جنګي الوتکو د ویجاړولو وړتیا لري.

دغه ‏راز معلومات ښيي چې امریکا پر عربي متحده اماراتو هم د THAAD توغندیو سیستم پلوري، چې ټولیز ارزښت یې ۲.۲۵ میلیارد ډالره ښودل شوی دی.

Leave a Comment