خبرونه

امریکا له افغانستان سره د ډيري عټي مرستي اعلان وکړو

BackgroundEraser 20220813 084504054
Written by Zwak News

امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې له لارې افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د ۱۵۰ میلیونه ډالرو د مرستې اعلان کړی دی. د امریکا د نړیوالې پرمختیایي

ادارې یو اېس ای اي ډي په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ۸۰ میلیونه ډالر د ملګرو ملتونو د غذا او کرنې سازمان له لارې مرسته کوي .سرچینې زیاته کړې ، د دغې مرستې موخه د هغو افغانانو لاسنیوی کول دي چې له سخت

غذایي کمښت سره مخ دي. دغه راز د یو اېس ای اي ډي لخوا په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا یونیسف له لارې د افغان نجونو او هلکانو د زده کړو په

برخه کې د ۴۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی. سرچینې زیاته کړې، دا تازه مرسته په داسې حال کې اعلان شوې چې په تېر مارچ میاشت کې د افغانستان سرپرست حکومت پر نجونو د ثانوي زده کړو دروازې وتړلې. دغه راز یو اېس ای آي ډي په یوه بله خبرپاڼه کې د افغان ښځو د پیاوړتیا، ځواکمنتیا او د جندر مساوات په برخو کې یې د ۳۰ میلیونه ډالرو نوې مرسته یې اعلان کړې ده.

Leave a Comment