د امریکا وروستی خبرداری پاکستان ته؛ پر یو داسې طرحه کار روان دی، چې پر پاکستان بندیزونه دوه چنده شي
سربیره پر دې چې په افغانستان کې د پخواني حکومت تر ړ نګ کیدو وروسته زیات شمیر امریکايي ځواکونه په پاکستان کې خپلو پوځي اډو ته ستانه شوي، له بلې خوا د شنونکو په باور د پاکستان او امریکا تر منځ د اړیکو وروستۍ تار پاتې دی.په د وروستیو کې د پاکستان او امریکا تر منځ د ځینو استخباراتي کړنو په سر اړيکې ترینګلې شوي دي، او همدا شان د امریکا لخوا پر پاکستان د بندیزونو او مرستو د بندیز خبرونه ورکړل شوي دي.
د ویلوړ ده، چې په ورته مهال ځینو لوړ پوړو امریکايي سناتورانو ویلي دي،چې پر یوه داسې طرحه يي کار روان کړی دی چې له مخې به یي پر پاکستان بندیزونه څو چنده زیات او همدا شان د نړیوالو مرستو له سخت بندیز سره به مخ شي. د سناتورانو په وینا امریکا دا اقدام وروسته له هغې کوي چې پاکستان د افغانستان په تړاو او د افغانستان د وروستیو تحولاتو په جریان له دوی سره دوه مخي پالیسي مخته وړي ده، او پاکستان باید ددې ټولو بدل وویني.
په همدې مهال، له کله چې امریکايي سناتورانو د یو داسې طرحې خبر ورکړی دی، زیات شمیر پاکستاني سیاستوال او لوړ پوړي چارواکې سخت اندیښمن کړي دي ،همدا شان د پارلمان زیات شمیر غړي د امریکا په همدې طرحه سخته اندیښنه ښودلي او د امریکا له ولسمشر او د یاد هیواد له لوړ پوړو چارواکو څخه يي تمه ښودلي چې دوی د داسو طرحو نه په شا شي.
د یادولو وړ ده، چې ځینو پاکستانیو استخباراتي کړیو راپور ورکړی دی، چې ګني امریکا د ا.ا. سره په پټه تړون لاسلیک کړی،نو پر پاکستان د فشار نه راوړي.