امریکا پۀ یو هوایي بر ید کې د القاعده شبکې یو پخوانی مشر و ژ لی دی.
دغۀ هوایي بر ید داسې مهال ترسره کیږي چې دوه ورځې وړاندې د سوریه پۀ جنوب کې پۀ یوې امریکایي پوستې بر ید شوی وه.
د امریکا د مرکزي قمندانۍ ویاند دغۀ هوایي بر ید تایيدوي او وایي؛
چې امریکایي ځواکونو د القا عده شبکې مشر عبدالحامد الماتار پۀ سوریه کې پۀ یو هوایي برید کې و ژ لی دی.
ورتۀ مهال یو امریکایي تورن جوهن ریګسبي د جمعې ورځ پۀ یوه لیکلي بیانیه کې د برید پۀ تړاؤ اندیښنې څرګندې کړي.
ښاغلی ریکسبي وایي:
د القا عده شبکې د دغۀ پخواني مشر د منځه وړل بۀ د دغې تر هګرې ډلې فعالیتونۀ لا شدید کړي او ددوي د راتلونکو نړیوالو بر ید ونۀ پلان او طرحۀ کول بۀ امریکایي وګړي، زمونږ همکاران او بې ګناه ملکي وګړي پۀ ډار او ویره کې واچوي.
تورن ریګسبي د مر ګ ـ ژ و بلې اړوند نور جزیات ورنکړل خو نوموړی زیاتوي چې برید MQ9 هوایي الوتکې پۀ واسطۀ ترسره شوی دی.
همدارنګه تورن ریګسبي د بر ید د ځای اړوند دقیق معلومات شریک نکړه او دا یې هم ونۀ ویل چې ددغۀ د بر ید هدف یې غچ اخېستل وه.
دا لومړی ځل نه دی چې پۀ سوریه کې دغۀ ډول پیښې کیږي،
تېره میاشت پۀ سیپټمبر کې هم دغۀ ډول پیښه د سوریه پۀ شمال لویدیځ کې شوی وه؛
چې پۀ پایله کې یې د القا عده شبکې بل پخوانې مشر سلیم ابو احمد و ژ ل شوی وه.
د ۲۰۱۱م کال راهیسې پۀ سوریه جګړې اور اخیستی دې او تقریباً نیم میلیون خلک د دغې ج/ګړې قرباني دي او لا هم ادامه لري.