نړیوال خبرونه

امریکا راتلونکي کال کې ۱۲۵ زره پناه غوښتونکي مني

BackgroundEraser 20220910 092622904
Avatar photo
Written by Zwak News

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د ولسمشر جو بایډن حکومت په را روان ۲۰۲۳ کال کې د ۱۲۵ زرو پنا غوښتونکو د راتګ وړاندیز کړی.


د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي چې د دې پلان هدف په نړۍ کې مخ په ډیرېدونکو اړتیاوو ته ځواب ویل دي چې په ټولې نړۍ کې د بشري ناورین له کبله رامنځته شوی


. نوموړي ویلي چې په دې کسانو کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه هغه خلک هم شامل دي چې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي. سره له دې چې بایډن د پناه غوښتونکو د منلو شمېر


د ټرمپ په پرتله څو چنده ډیر کړی خو د حکومت معلومات ښیي چې په تېر مالي کال کې د امریکا حکومت یوازې ۱۹۹۱۹ پنا غوښتونکي په دې هیواد کې د مېشت کېدو لپاره منلي دي.

Leave a Comment