نړیوال خبرونه

امریکا د نوي افغان حکومت په اړه مهمي څرګندوني کړی

20220722 202800
Avatar photo
Written by Zwak News

امریکا وايي، تالبان دې له افغانانو سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي او دوی له تالبانو سره د افغانانو د غوښتونو په تړاو هیڅ ډول جوړجاړي ته نه‌شي

رسېدلای. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ویلي، تر هغې چې تالبان د افغانانو غوښتونو ته درناوی ونه‌کړي دوی له تالبانو هیڅ ډول جوړجاړی نه‌کوي. هغه ویلي، د نجونو پر وړاندې دښوونځیو پرانیستل،

د اقلیتونو حقوقو ته درناوی، افغان مېرمنو ته د خپلو حقونو ورکړه او هغه کسان چې غواړي له افغانستانه ووځي هغوی ته د تګ او یا را تګ اسانتیاوې برابرول د افغانانو غوښتنې دي او پوره کول یې ساده کار دی. د نوموړي په خبره، له ال:قاعده شبکې سره د اړیکو پرې کول، له تروریزم سره مبارزه او د داسې یو حکومت جوړول چې

ټول‌ګډونه وي مهمې غوښتنې دي. د پرایس په خبره، که تالبان دغه ژمنې عملي نه‌کړي امریکا نه‌شي کولای له دوی سره په اسانه مخ ته لاړه شي.

Leave a Comment