خبرونه

امریکا د اشرف غني په اړه بله پرېکړه وکړه

20220620 151634
Avatar photo
Written by Zwak News

امریکا د اشرف غني په اړه بله پرېکړه وکړه

د پخواني ولسمشر له لوري د پیسو د لېږد په تړاو د سیګار راپور راتلونکې میاشت خپرېږي.

د افغانستان د بیا رغونې په اړه د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار ویلي چې دوی د پخواني ولسمشر له لوري د پیسو د لېږد په اړه پلټنې کړې دي او ددې ادعا د روښانه کولو لپاره یې له ګڼو افغان چارواکو سره خبرې هم کړې دي.

د سیګار مشر جان سوپکو وایي دا راپو راتلونکې میاشت د امریکا کانګریس ته لېږل کېږي او تر هغې د مخه یې دی د پایلو په اړه هېڅ هم نه شي ویلی. وروسته له هغه چې په افغانستان کې پخوانی نظام سقوط شو، نو یو شمېر بهرنیو رسنیو راپور ورکړ چې پخواني ولسمشر اشرف غني له ځان سره شاوخوا ۱۶۹ میلیونه ډالر لېږدولي دي.

Leave a Comment