ځانګړې مطالب

امریکایۍ ډاکټرې لیزا کلنگر نه پوښتنه وشوه:تاسو ولې داسې دین انتخاب کړ چې د نرانو په پرتله ښځو ته لږ حقوق ورکوي

FB IMG 16602058453744664
Avatar photo
Written by Zwak News

امریکایۍ ډاکټرې لیزا کلنگر “زینب” یوې غونډې ته فقهي مسایل تشرېح کول چې په پای کې ترې پوښتنه وشوه:


تاسو ولې داسې دین انتخاب کړ چې د نرانو په پرتله ښځو ته لږ حقوق ورکوي؟
دې ژر ورغبرگه کړه:
“هغه دین چې ما منلی، د نرانو په پرتله یې ښځو ته ډېر حقوق ورکړي دي.”
هغه ترې دلیل وغوښت، مېرمن زینب دوه مثالونه ورته وړاندې کړل:
۱. اسلام زه له نفقې او معاش نه بې غمه کړې یم. دا زما د خاوند وظیفه ده چې زما ټول ضروریات پوره او آسانتیاوې راته برابرې کړي. چې پېغله یم دا مسؤولیت مې د پلار دی. په دنیا کې سخته خبره همدا د ژوند او معاش ده چې موږ اسلام ترې بې غمه کړې یو.


۲. که زه مال او سرمایه ولرم، اسلام وایي دا ستا خپل حق دی او خاوند دې په کې ونډه نه لري، په داسې حال کې چې د خاوند په مال کې زه هم شریکه شوې یم او په دې خبره باندې زما خاوند مأمور شوی چې مال به یې انحصاري نه وي

Leave a Comment