خبرونه

امریکايي کېمپونه؛ افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي

20211114 133407
Avatar photo
Written by Zwak News

په امریکايي کېمپونو کې پراته افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي. د امریکا په یوه کمپ کې شته کډوالو رسنیو ته ویلي چې د ژمي موسم راغلی دی، دوی ته واکسین ورکړل شوي، د کرونا ټیسټونه یې منفي دي خو بیا هم له میاشتو راهیسې په امریکايي اډو کې پراته دي.

دغه کډوال وایي چې د ژمي موسم راغلی دی، په نظامي اډو کې د ژوند امکانات کم دي او ددې احتمال شته دی چې له سختو ستونزو سره مخ شي.

کډوال وايي چې شاوخوا ۴۵ زره کسان په دې نظامي اډه کې پراته دي او له دې ډلې ۴۰ سلنه یې ماشومان دي. ددې تر څنګ په ابوظبي کې هم په یوه نظامي اډه کې پراته کډوال وایي چې له شاوخوا ۳ میاشتو راهیسې په دې نظامي اډه کې حضور لري او له سختو ستونزو سره مخ

دي. دوی له امریکايي حکومت غوښتي چې ژر تر ژره یې برخلیک روښانه کړي.

Leave a Comment