افغانستان

امریکايي رسنۍ؛ د بایډن اداره د افغانستان څخه د تېښتې کالیزې ته نږدې کیدونکې ده

Afghanistan Evacuation 210821 M GQ845 1035
Avatar photo
Written by Zwak News

د بایډن اداره له افغانستان د تېښتې کلیزې ته نږدې کېږي. امریکایي رسنۍ وایي سره له دې چې له افغانستان د امریکا د وحشتناکې تېښتې کال پوره کېدونکی دی خو د بایډن ادارې تر دې دمه هم خلکو ته د خپل تګ لپاره معقول دلیل نه دی پیدا کړی.

رسنۍ وایي چې ددې کلیزې په را رسېدو سره به د بایډن اداره له سختو پوښتنو سره مخ شي، ځکه د یوه کال په تېرېدو دوی و نه توانېدل چې په افغانستان کې د روان وضعیت، تخلیې ماموریت، وحشتناکې تښتې او د افغانستان اړوند نورو اقداماتو په اړه امریکايي ملت ته وضاحت ورکړي.

بلخوا د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون سرچینو بیا ویلي چې دوی د افغانستان د ماموریت په اړه په یوه مهم سند کارونه او بحثونه پيل کړي دي چې د امریکايي پوځ لپاره یې پایلې مهمې دي خو په خبره یې ددغه مهم راپور جزیات به هېڅ وخت رسنیو ته ور نه کړل شي بلکې ددغه هېواد د استخباراتي ادارو په واک کې به وي.

Leave a Comment