تعلیم

امریکايي استازي: بایډن د خپلې ماتې منلو ته اړ باسو

7Y23IUUQRZJBPAJK3IRZ3QFHR4
Avatar photo
Written by Zwak News

امریکایي جمهوري غوښتونکي په افغانستان کې د بایډن پر ماتې بحثونه کوي. د امریکا د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي غړي وایي دوی په افغانستان کې د بایډن پر بېړنیو او غیر مسوولانه اقداماتو او په دغه هېواد کې د نوموړې پر ماتې بحثونه او څېړنې پيلوي.

دوی وايي بایډن په خپلو غیر مسوولانه اقداماتو په نړیواله کچه د امریکا باور ته زیان رسولی دی او دغه راز یې د امریکا زرګونه متحدین له خطر سره مخ کړي دي.

جمهوري غوښتونکي دغه راز وایي چې بایډن یو بې پروا انسان دی او د یوه کال په تېرېدو یې لا هم د افغانستان په اړه هېڅ نه دي ویلي او نه یې هم په دغه هېواد کې د خپلې ماتې پړه منلې ده. دوی وایي له ټولو ممکنو لارو به د بايډن ددغه ناوړه اقدام خطر-ناکې پایلې له ملت سره شریکوي او بایډن به یې د خپلې ماتې منلو ته اړ باسي.

Leave a Comment