امریکا وایي د افغانستان په اړه یو ځانګړی ستراتيژيک دريځ لري. د سپینې
ماڼۍ ویاندې کرېن ژان پېیر په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي دوی لاهم پر سیمه او افغانستان بشپړ څار لري. د نوموړې په خبره دوی د افغانستان په اړه ځانګړی ستراتيژيک دریځ لري او پر دې برخه یې لا ډېر تمرکز پيل کړی دی. د ژان په خبره امریکا ډاډه ده چې په افغانستان کې د
ضد اقدامات کولی شي او اجازه نه ورکوي چې له دې ځایه د امریکا ګټو ته خطر متوجه شي. هغې وویل د امریکا د ګټو په اړه ولسمشر بايډن خپل دريځ تېره اوونۍ روښانه کړ
او دوی پر همدې بنسټ خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي. د سپینې ماڼۍ ویاندې ټینګار وکړ چې دوی په سیمه کې د فعالیتونو ته اجازه نه ورکوي او پر وړاندې به یې مبارزه ادامه ولري