امریکا وايي که روسیه وغواړي په ۷۲ ساعتونو کې د اوکراین پلازمینه نیولی شي.
د امریکايي پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي د کانګریس یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي،
چې روسیه پر اوکراین د بر ید لپاره تیاره ده او که وغواړي چې دغه هېواد له نظامي لارو ونیسي نو په ۷۲ ساعتونو کې به د اوکراین پلازمینه کېف د روسیې لاس ته ولوېږي.
هغه وایي ښايي په دې ج/ګ/ړه کې تر ۱۸ زره پورې اوکرایني او تر ۴ زره پورې روسي عسکر ژوند و با یلي.
مېلي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ډېری اروپايي هېوادونه او امریکا له سوله ییزو لارو د اوکراین د مسئلې حل غواړي دوی ټینګار کوي چې د اوکراین مسئله یوازې د خبرو له لارې د حل کېدو وړ ده او ج/ګ/ړه د هېچا په ګټه نه ده.