د افغانانو لپاره د ګرین کارت ترلاسه کولو لایحه معرفي شوه !
يو شمېر امريکايي سناتورانو په امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره يو قانون تصويب کړ چې پر اساس يې د افغانانو لپاره د امريکا د ګرين کارت
ترلاسه کولو پروسه اسانېږي.
د دې قانون خاکه “افغان تعدیل لایحه” یا (Afghan Amendment Act) نومیږي، چې د امريکا په کانګرس کې د ډيموکراتانو او جمهوريت پالو دواړو
بشپړ ملاتړ لري. دا لایحه هغو افغانانو ته چې لنډمهاله اقامت لري، اجازه ورکوي څو له اضافي پړاونو پرته د دایمي استوګنې یا ګرین کارت وړاندیز وکړي.