خبرونه

امريکا اخير هم د افغانستان کنګل شوی پيسو په اړه ښه خبر ورکړو

BackgroundEraser 20220915 191546947
Avatar photo
Written by Zwak News

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د ارزي شتمنيو پر ازادولو سربېره له نړيوال بانک او د اسيا له پراختيايي بانک سره په ګډه کار کوي چې د افغانانو د لومړنيو

اړتياوو د پوره کولو لپاره يو ميليارد ډالره مرسته برابره کړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس پرون شپه يوې خبري غونډې ته وويل چې د يو ميليارد ډالرو مرسته به د بشري مرستو لپاره د دوی له لوري پر اعلان شويو ۸۱۴ ميليونو ډالرو سربېره وي.

د يادونې وړ ده چې امريکا پرون د سويس يوه بانک ته د افغانستان د ۳.۵ ميلياردو ډالرو ارزي شتمنيو د لېږد اعلان کړی دی. که څه هم د ا.ا چارواکو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی او ويلي يې دي چې يادې پيسې دې افغانستان بانک ته وسپارل شي خو امريکا ويلي چې دا کار به ونه کړي. په ورته مهال د سويس د بهرنيو چارو فدرالي ادارې بيا د يوه بيان په خپرولو سره ويلي چې

که د افغانستان بانک له سياسي نفوذه خلاص شي، د پيسو د سپينولو د مخنيوي پر خلاف څرګند اقدامات وکړي او د فعاليتونو د ارزونې مشخص ميکانيزم رامنځته کړۍ نو په اوږدمهال کې به ازادو شويو شتمنيو ته لاسرسی ومومي.

Leave a Comment