نړیوال خبرونه

امريکا اخير هم د افغانستان په اړه ښه خبر اعلان کړو

20220723 154403
Avatar photo
Written by Zwak News

امریکا وايي، په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره ۵۵ میلیونه ډالره مرسته کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره ۵۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ويلي، چې امريکا په افغانستان کې پر وروستۍ زلزلې خواشینې ده او دوی بشر دوستانه مرستو ته تيار دي.

په اعلاميه کې راغلي، چې ولسمشر بايډن امریکايي خیریه بنسټونو ته په افغانستان کې په آزادانه توګه اړمنو ته د خپلو مرستو رسولو امر کړی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلامیه وايي، چې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادراې له لارې به په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره ۵۵ میلیونه ډالر مرسته کوي.

Leave a Comment