یو امریکايي سیاستوال ویلي، که پاکستان ووېشل شي او بلوچستان خپلواک شي، امریکا به یې په افغانستان کې ګټه پورته کړي.
د تسنیم خبري اژانس د سیمه ییز دفتر د راپور له مخې، جمهوري غوښتونکي سیاستوال “باب لانسیا” په یوه ټویټ کې له افغانستانه د امریکا شرموونکي وتلو ته په اشارې سره ویلي، که واشنګټن د اسلام اباد پر ځای له ډیلي سره ملګرتیا کړې وای، ښايي وضعیت بل ډول وای.
دغه امریکايي سیاستوال په جنوبي اسیا کې د امریکا د ګټو د تامینولو لپاره د یوه لوبغاړي په توګه د هند ستراتیژیک موقعیت او جیوپولیټیک قدرت ته په اشارې سره وویل، که بلوچستان یو خپلواک هېواد وای، امریکا کولای شي له دغه هېواده په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د اکمالولو لپاره پر پاکستان د تکیه کولو پر ځای وکاروي.
هغه له پاکستان څخه د بلوچستان د جلا کېدو په وړانديز کې وويل: يو خپلواک بلوچستان به امريکا ته په مستقيم ډول افغانستان ته لاسرسى ورکړي چې په پاکستان باندې له تکيه کولو پرته خپل ځواکونه واستوي چې دا په ښکاره دوه ګونې لوبه ده.
لانسیا زیاته کړه: که د ګلګت بلتستان سیمه د هند تر کنټرول لاندې وي، نو د A&D ځواکونه به د پاکستان د بې اعتباره او دوه ګوني لوبې د انحصار پر ځای خپل اکمالات ترلاسه کړي.
دغه امریکايي سیاستوال په دوام کښې وویل: د هند تر کنټرول لاندې ګلګت بلتستان به هم د عربي سمندر بندرونو ته د چین د مستقیم لاس رسی په مخنیوي سره د امریکې، چین او د یو کمربند او یوې لارې د نوښت په لړ کښې د نړۍ د یو شمیر سیالانو لپاره ستر ګوزار وي.