
د امريکا معتبرې ورځپاڼې وال سټریټ جورنال په یوه راپور کې د افغانستان د پخواني حکومت د چارواکو د مجلل ژوند په هکله تازه معلومات خپاره کړي دي. ددې راپور په بنسټ د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني
چې اوس په دوبۍ کې ژوند کوي د افغانستان څخه د تېښتې وروسته څو میاشتې په یوه لوکس هوټل کې ژوند کاوه او وروسته بيا د هغه مېرمنې رولا غني یو ډېر مجلل کور واخيست او اوس دواړه هلته د مزو او چړچو ژوند کوي. په ياد راپور کې نور جزیات هم خپاره شوي چې ښيي د اشرف غني د کابینې وزيران او چارواکي ټول په غربي هېوادونو کې په امريکا کې په منځنی ختیځ دوبۍ کې د یوه څخه زيات کورونه لري چې هر يو ميليونه ډالر قيمت لري.