نړیوال خبرونه

امريکا:احير هم افغانستان په اړه ښه خبر اعلان کړو

20220727 081031
Avatar photo
Written by Zwak News

امریکا وایي له افغانستان سره دې د مرستو بهیر نه بندېږي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تام وېسټ په ازبکستان

کې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې دوی له افغانستان سره د مرستو او همکاریو د دوام ملاتړي دي. دده په خبره له دغه هېواد سره دې مرستې نه بندېږي او په دې بهیر کې دې خنډ نه رامنځته کېږي ځکه ژمی راتلونکی دی او میلیونونه کسان په دغه هېواد کې له لوږې سره مخ دي. هغه زیاته کړه چې امریکا په تېرو لسو میاشتو کې له افغانستان

سره شاوخوا یو میلیارد ډالر مرسته کړې ده او د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ توانېدلي چې د لوږې د پراختیا مخه ونیسي. ویسټ دغه راز ټینګار وکړ چې له افغان لوري سره به خبرې روانې وي او دا خبرې به د کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو پر لارو چارو هم کېږي. هغه ټینګار کړی چې هېڅ بهرنی هېواد پر افغانانو خپل نظریات نه تحمیلوي خو افغان لوری دې نړیوالو قوانینو ته درناوی او د هغو رعایت نه هېروي.

Leave a Comment