افغانستان خبرونه

الکساندر؛ د سپتمبر د یوولسمې غرامت باید له ګاونډي پاکستان څخه واحیستل شي

FB IMG 1645080332395 2
Avatar photo
Written by Zwak News

الکساندر؛ د سپتمبر د یوولسمې غرامت باید له ګاونډي پاکستان څخه واحیستل شي.

د افغانستان لپاره د کانډا پخوانۍ سفیر کریس الکساندر په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د سپتمبر پېښې او همدا شان د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ته په اشارې ویلي دي،

د سپتمبر د پېښې ټول زیان باید د افغانستان له ګاونډي هیواد پاکستان څخه واخیستل شي،

او په وینا یي چې په یاده پېښه کې ټول رول د پاکستان هیواد وو.

الکساندر زیاته کړي ده، د سپتمبر د یوولسمې پېښې ټول ترتیبات د پاکستان په مشهور ښار کراچۍ کې شوي وو،او نه باید دا غچ د مظلومو افغانانو څخه واخیستل شي.

په ورته مهال د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکین د افغانستان کنګل شوي اشتمني په اړه ویلي دي، د محکمې تر پرېکړې پورې د افغانستان کنګل شوي شتمني پر خپل ځای دی.

یاده د وي، چې تیره اونۍ د امریکا ولسمشر بايډن د افغانستان نیمایي شتمني د سپتمبر د یوولسمې پېښې قربا نیا نو ته د ورکړې فرمان صادر کړ،

چې پر افغانستان سربېره د نړیوالو له سخت غبرګون سره مخ شو.

Leave a Comment