سپورټ

افغان مینه وال د کرکټ له نړیوالې شورا پر اصف علي د بندېز غوښتنه کوي

20220908 074750
Written by Zwak News

کرکټ د اسیایي شورا سیالیو ددویم پړاو لوبې پر مهال پاکستاني لوبغاړي پر افغان لوبغاړي د بیټ پره وسیله د ګوزار هڅې د مینه والو غوسه راپارولې ده.

دغه لوبه چې د پاکستان په بریا پای ته ورسېده، له لوبې مخکې، د لوبې پر مهال او له لوبې وروسته د لوبغاړو ترڅنګ دواړو هېوادونو د مینه والو ترمنځ هم په ټولنیزو شبکو کې سختې ناندرې روانې وې.

د لوبې په نولسم اوور کې پاکستاني لوبغاړي اصف علي پر افغان توپ اچوونکي فرید ملک شپږیزه ووهله، خو په  بل توپ وسوځېد.

د اصف علي تر سوځولو وروسته فرید ملک د معمول سره سم د خوښۍ څرګندونه وکړه ، خو اصف علي ورپسې وګرځېد او بیټ یې ورپسې پورته کړ، خو نورو افغان لوبغاړو یې مخه ونیوله.

تر یادې پېښې وروسته په ټولنیزو شبکو کې د افغانستان او پاکستان مینه وال د یو بل پر ضد پوسټونه پیل کړې او دا لړۍ روانه ده.

د کرکټ افغان مینه وال په ټولنیزو شبکو کې د اصف علي پر ضد پراخه کمپاین پیل کړی او د کرکټ له نړیوالې شورا غواړي چې پر هغه دې بندېز ولګول شي.

#Asif Ali of pak tried to hit #Afghanistan’s 
 Fareed Ahmed with bat, he behaved like a terrorist.
Crickt is beauty, this kind of action is not acceptable, @ICC must take some strict disciplinary action against this guy, Asif Ali.#PakvsAfg #AFGvPAK #AsiaCup2022 pic.twitter.com/A6IfnQNX0F

— Sediq Amarkhil (@amarkhil2) September 7, 2022

د صدیق امرخېل په نامه یو تن افغان په ټویټر کې لیکلي، پر اصف علي باید بندیز ولګول شي، هغه له فرید ملک سره د یوه ترهګر په توګه چلند کړی دی.

د بادام احمدزي په نامه بل افغان ټویټر کې لیکلی، اصف علي د کرکټ د ښکلې لوبې سپکاوی کړی، باید پر بندېز ولګول شي.

هغه د اصف علي یو پخوانی عکس هم خپور کړی چې افغانستان سره د لوبې پر مهال یې خپل بیټ سره د ټوپک په څیر افغان لوبغاړي ته نیولی و.

د بشیر غروال په نامه د کرکټ بل افغان مینه وال په یوه ټویټ کې لیکلي، د اصف علي چلند د کرکټ له جذبې خلاف عمل دی، دا لومړی ځل نه دی، چې هغه دا ډول چلند کوي، یوه ماشومانه عمل یې کړی دی

Leave a Comment