د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د شل اوریزې لوبلړۍ دویمه لوبه نن شپه ترسره کیږي. دغه سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
. د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې نن شپه اته نيمې بجې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه ترسره كېږي.
افغان لوبغاړي وايي نننۍ لوبې ته هم پوره چمتووالی لري. دا په داسې حال کې ده چې د دغو سیالیو لومړی شل اوریزه لوبه افغانستان ګټلې ده
ټاکل شوې ده د افغانستان او پاکستان ترمنځ درېیمه لوبه سبا ترسره شي. د لوبې ژوندۍ بهیر له سپوږمۍ راډیو اورېدلی شئ.