افغان حکومت وايي، چې ايران سره به د اوبو پر سر هيڅ ډول نوی تړون يا معاهده ونه شي.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، له ایران سره به همغه تړون عملي کیږي، چې په ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال کې د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا لاسلیک شوی دی.
د ياد وزارت مرستیال مولوي مجیب الرحمان عمر وایي: د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد ملي ګټو ته ژمن دی او له ایران سره به د حق ابې لپاره هیڅ نوی تړون یا هوکړه نه کېږي. د ۱۳۵۱ کال هوکړه د اجرا وړ ده او پر همغې به عمل کېږي.
د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي، ايران ته د تړون پر اساس پوره حق ابه ورکړل شوې ده، خو بيا هم که ايراني لوری وغواړي په دې اړه ورسره خبرو ته اماده يو.
دغه راز ياد وزارت ويلي، چې د افغانستان اويا سلنه اوبه ګاونډيو هېوادونو ته روانې دي، چې د مدیریت لپاره يي د اوبو او انرژۍ وزارت د یو شمېر بندونو کارونه پیل کړي او د ځینو نورو بشپړ شوي او د کمال خان بند د کانالونو د کار بشپړول، د بخش آباد بند د کارونو چټکتیا، د پاشدان بند کارپیلول، د دیلي بند وړتیا لوړونې لپاره مو هڅې پيل کړي په وينا يې:«د هېواد د اوبو د مدیریت لپاره مو تدابیر نیولي او هڅه کوو، چې د خپلو اوبو د مدیریت لپاره اقدام وکړو؛ ځکه، چې وچکالي مو هېواد ګواښلی دی.»