افغانستان وضعیت په امریکا کې د سیاسیونو ترمنځ د ستر اختلاف لامل شوی دی. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې له افغانستان وتلو امریکايي سیاستوال په تېره ددغه هېواد دوه ستر ګوندونه جمهوري غوښتونکي او ديموکراتان د یو بل پر ضد درولي دي.
سرچینې وايي چې ددغه دواړو ګوندونونو استازي په استازو جرګه کې او تر څنګ یې د دوی مشهورې څېرې په افغانستان کې د امریکا د ماتې پړه پر یو بل اچوي. دوی یو بل ملامتوي
چې د کړنو له امله یې په افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او په اقداماتو یې د امریکا باور ته په نړیواله کچه زیان رسېدلی دی.
د ټرمپ ګوند هڅه کوي افغانستان کې د ماتې پړه پر بایډن واچوي او په راتلونکو ټاکنو کې ځان مخکښ کړي خو بایډن بیا وایي چې دا هر څه له ټرمپ په میراث ورته پاتې وو او دی اړ و چې د امریکا کړو ژمنو ته متعهد پاتې شي.