اعصاب مو پۀ کومو شیانو کمزوري کېږي؟
که يې شير کړئ نو تاسی به يې هم په ثواب شریک سئ!
د انسان پۀ بدن کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولې چارې او فعالیتونه له همدغې ناحیې څخه کنټرولېږي.
لاندې ځینې مهم ټکي دي، چې پۀ پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کې مرسته کوي:
۱– د سهار چای نه څښل: هغه خلک، چې د سهار چای نه څښي، پۀ بدن کې یې د شکرې اندازه راکښته کېږي، پۀ نتیجه کي یې دماغ ته پۀ کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي.
۲– زیاته ډوډۍ خوړل: هغه کسان، چې زیاته ډوډۍ خوري د هغوی دماغي قوت ضعیفه کېږي.
۳– د سګرېټو څکول: د سګرېټو او نورو نشه يي موادو استعمال دماغي قوت راکموي او د الزایمر یا هېرېدو ناروغي پیدا کوي.
۴– د بورې زیاته استفاده: د بورې زیاته استفاده د پروتینو او نورو غذايي موادو د استفادې مخنیوی کوي او پۀ نتیجه کي یې دماغي وده کراریږی.
۵– ککړه هوا: د انسان دماغ پۀ وجود کي تر ټولو زیات اکسېجن مصرفوي او ککړه هوا د دې سبب کېږي، چې دماغ په کافي اندازه اکسېجن تر لاسه نه کړي، په همدغه دلیل د دماغ مؤثرتیا کمېږي.
۶– د خوب څخه محرومتیا او د خوب کموالی: خوب دماغ ته اجازه ورکوي، چې استراحت وکړي او د اوږدې مودې له پاره د خوب نه کول، د دې باعث کېږي، چې د دماغ حجرې مړې سي.
۷– د خوب پرمهال د سر پټول: کله چي د استراحت پرمهال د انسان سر پټ وي، نو په دماغ کي د اکسېجن کچه راکښته کېږي او د کاربن ډای اکسایډ کچه لوړېږي، چې پر دماغ باندي سخت اغېز کوي.
۸– د ناروغۍ پرمهال له دماغ څخه کار اخیستل: د ناروغۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل یعني مطالعه کول او پر دماغ فشار راوستل، د دماغ په مؤثروالي کي کموالی راولي.
۹– د هڅوونکو فکرونو نشتوالی: انسان تل باید هڅوونکي فکرونه په ذهن کي ولري، ترڅو ذهن تربیه کړي. د دغو هڅوونکو فکرونو د نشتوالي په صورت کي ذهن کمزوری کېږي.
۱۰– لږ خبري کول: ادبي او علمي محاورې د ذهن په انکشاف کي مرسته کوي خو د دې برعکس نه ږغېدل د ذهن د کمزورتیا سبب کیژی
یوه غوښتنه ــــ د ثواب او روغتیا په خاطر دا خبر په ګروپو او خپلو ایډیانو کی شیر او خپل نور دوستانو زموږ پاڼی ته را دعوت کړئ تر څو نور دوستان هم زموږ د معلوماتو څخه برخمن شی.
درملنه په کور کې
درملنه په خپل کور کې