سپورټ

اضغر افغان توپ وهونکي باید ډېر مسؤلیت په غاړه واخلي او ښې منډې جوړې کړي، زموږ توپ اچونه

asghar640
Avatar photo
Written by Zwak News

اصغر افغان:”
افغانستان باید زیاتې منډې جوړې کړې وای، ۱۱۰-۱۳۰ منډې هم کافي نه دي، توپ وهونکي باید ډېر مسؤلیت په غاړه واخلي او ښې منډې جوړې کړي، زموږ توپ اچونه په زړۀ پورې او عالي وه.


اصغر افغان، چې د نړیوال شل اوریز جام پرمهال یې له هر ډول کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ، په ١٩٨٧ کال کې په کابل کې زېږېدلى دى. هغه تر دې مخکې د اصغر سلامخېل او بيا د اصغر ستانکزي په نوم هم پېژندل کېده، چې بيا يې خپل نوم له اصغر ستانکزي څخه اصغر افغان ته بدل کړ.

اصغر افغان د مډل ارډر توپوهونکى دى، چې په ښي لاس توپوهنه کوي. نوموړى يو له هغه لوبډلمشرانو څخه دى، چې تر ډېر وخت پورې د ملي لوبډلې لوبډلمشر پاتې شوى دى، نوموړى چې د ٢٠١٩ کال نړيوال جام څخه مخکې له لوبډلمشرۍ ليرې شوی و، خو دوه کاله وړاندې د دويم ځل لپاره د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو.

اصغر افغان چې د افغانستان په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې هم (٢٠٠٩) لوبېدلی و، هغه ۶ ټېسټ، ۱۱۴ نړيوالې يو ورځنۍ او ۷۵ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي.

په ټېسټ لوبو کې نوموړي د ۴۴ په اوسط ۴۴۰ منډې کړې دي، چې یوه سلیزه او ٣ پنځوسيزې يې هم وهلي دي. همدا راز په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې د ۲۴.۷۳ په اوسط ۲۴۲۴ منډې کړې دي، چې ١ سليزه او ١٢ پنځوسيزې يې وهلي دي.

په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې اصغر افغان د ۲۱.۹۳ په اوسط او ۱۱۰.۸۲ په سټرايک رېټ سره ۱۳۸۲ منډې ترلاسه کړې دي.

اصغر افغان چې له مخکې يوه مېرمن لري او ١ زوى او څلور لوڼې هم لري، په دې وروستيو کې يې دويمه واده هم وکړه. نوموړی په نړیوال شل اوریز جام کې د نمیبیا پر وړاندې وروستۍ لوبه وکړه او له هر ډول کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ.

Leave a Comment