اشرف غني: د جمهوریت د سقوط اصلي لامل د امریکا غلط ډاډ و.
وايي، موږ ته ډاډ راکړل شوی و چې اوربند به وشي او د راتلونکي حکومت په اړه به خبرې د تړون مهمه برخه وي.
زیاتوي، امنیتي ځواکونه تر وروستۍ دقیقې دفاع ته ژمن وو خو په داسې حالت کې راګېر شو چې قربانۍ نتېجه نه ورکوله، ګنې زه اخری نفر ووم چې ووتم.
هغه زیاتوي، ط. اوږده موده جګ-ړه د ګاونډي هېوادونو په مرسته کوله او د ټرمپ له حکومته بغیر واک ته نه شو رسېدلی.
هغه همدا راز وویل: ٢٠١٤ کال کې ما د خپلو شتمنيو په اړه ويلي وو چې ٥ ميليونه ډالره دي، زه نه پوهېږم چې څه مقدار يې هلته پاتې شول، خو زما شخصي شتمني ولوټل شوه، ما له ځان سره هيڅ هم را نهوړل ،ځکه زه بهر کومه شتمني نهلرم.”
***