افغانستان خبرونه

اشرف غني: جبر افغانستان ته ثبات نه‌شي راوستلی

FB IMG 1657379624918
Avatar photo
Written by Zwak News

د افغانستان مخکنی ولسمشر «محمداشرف غني»

مخکني ولسمشر «محمد اشرف غني» تېره شپه د اختر په مناسبت په خپله وینا کې ویلي چې جبر او پر ولس زور زیاتی افغانستان بې‌ثباته کوي.

اشرف غني د اسلامي نړۍ پرمختګ ته په اشارې وویل چې له طالبانو سره باید استدلال وشي او د اسلامي نړۍ له مثبت مسیر او پرمختګه خبر شي.

ښاغلي غني پر خپله فېسبوکپاڼه په غږیز پيغام کې د اسلامي نړۍ له علماوو غوښتنه وکړه چې د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره استدلال وکړي او طالبان اساسي اصولو، قواعدو او ټکو ته متوجه کړي. 

محمد اشرف غني په افغانستان کې د ملي یووالي پر ټینګښت ټینګار وکړ او په وینا یې چې یو نظام هغه وخت دوام کولی شي چې د ولس اراده ورسره وي.

هغه د نجونو د تعلیم پر اهمیت هم خبرې وکړې او ویې ویل چې ټولو بین المللي تجربو ښودلې ده، چې د یوې نجلۍ تعلیم پنځه نسلونه بدلولی شي او د یوه هلک تعلیم یو نسل بدلولی شي. په کومه کورنۍ چې یوه ښځه پوهه ولري، هغه بهترینه مسلمانه کورنۍ ده.

مخکني ولسمشر د افغانانو پر بېوزلۍ خواشیني وښووه او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې خلک له لوږې سره مخامخ دي، خو د افغانستان شتمني په هغو پیسو چې هره ورځ خپل ارزښت له لاسه ورکوي نورو ځایونو ته صادرېږي.

Leave a Comment