مخکنی ولسمشر اشرف غني: • اسلام په افریقا، امریکا او نورو ځایونو کې په خپرېدو دی، خلک یې پخپله مني، نه دا چې مجبوريږي.
• زه ویاړم چې زما په حکومت کې ۱۶۰۰ جوماتونه ورغول شو او ځینې نور مشهور مسجدونه بیا ترمیم شول. • د ولس له ارادې پرته چې هر حکومت وي دوام نه شي کولی او له ګواښونو سره به مخ وي. • د اسلامي نړۍ په عالمانو غږ کوم چې ط. سره استدلال ووايي او په اساسي مسایلو ورسره وغږیږي.
• ملي وحدت باید په عمل کې منځته راشي. دا بې له مشورې، بحث، مناظرې، منطق او استدلال څخه نه شي کېدی او په وینا یې، ازاد انتخاب ضرور دی او د واقعي خپلواکۍ ټول اړخونه باید په نظر کې ونیول شي. • دا ډېره بده ده، چې زما ولس دې په فقر کې ژوند کوي او د افغانستان مهم صادارت دې په داسې
پیسو بهر ته صادریږي چې هره ورځ یې ارزښت ټیټیږي. • که تېرو ۴۴ کالو څخه زده کړه ونه کړو او یو بل ونه منو، خدای مه کړه تاریخ به بیا تکرار شي. • که په یو کور کې یوه زنانه تعلیم وکړي، دا داسې ده لکه پنځه نسلونه چې وروزل شي او د یو هلک زده کړه لکه یو نسل روزل. اسير مشواڼی