بهرنیو چارو وزارت وایي چې دیاد وزارت سرپرست امیر :خان مت:قي د ازبکستان دجمهوري ریاست د چارو د
ادارې له مشر سردار عمرزاکوف سره کتلي. د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دواړو لورو د افغانستان او ازبکستان پر دوو اړخیزو اړیکو، ترانزیټ، کرنیزه
برخه کې همکاریو او د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د رېل پټلۍ د کار د پیل په اړه خبرې کړې. نوموړی زیاتوي چې افغان لوري د رېل پټلۍ د متخصصینو له خوا د نقشې د
سروې په اړه خپل چمتو والی وښود او ازبک لوري وویل چې د دې اوونۍ له پیل سره سم به د سروې چارې د
افغانستان په خاوره کې پیل شي. همداراز ازبک لوري هوکړه وکړه چې د افغانستان د کرنې د اصلاح لپاره به مرسته کوي، په ځانګړې توګه د زراعتي ناروغیو د درملنې او مالداري لپاره به کلینیکونه جوړوي.