روغتیا

ادرک په قرآن کریم کې ذکر شوي ، د جنتیانو خوراک دی 

12 22 blogs 5 1200x675 1
Avatar photo
Written by Zwak News

1- د زړه د تقویې او د وینې د جریان د غښتلتیا سبب کیږي ، کولیسټرول اوبه کوي او د وینې رګونه پراخه کوي . د پروستات سرطان او نورو سرطاني ناروغیو د مقاومت لپاره کارول کیږي .

2 – د بدن د دفاعي سیستم لپاره ګټور دي ، د غازاتو لیرې کولو کې ګټور دي او د سردرد ، نزلې ، نیم سري او سر ګرځېدو لپاره ګټه لري .

3 – د عصبي ګډوډۍ راکمولو لپاره اغېزمن دی ، همد اشان د غړو او اعصابو تقویې ته ګټه لري ، د اندېښنې کمولو لپاره مرسته کوي او د فشار کمولو ته ګټه لري هم د مغزو پاکوونکی دی .

4 – د متیازو د جریان منظمولو ته ګټه لري . د جړ شوي غږ سمول ، په تکلف سره د خبرو د مخنیوي او د حنجرې د پاکوالي لپاره ګټور دی ، هوايي قصبه پاکه ساتي بلغم له منځه وړي ، معده پاکوي او قوي کوي يې

5 – بدن د ژمنیو ناروغیو ( نزله ، زکام ، ساه لنډۍ ، انفلوئنزا ) په مقابل کې تړم ساتي . د کولمو او ځیګر بندښت له منځه وړي . د مفاصلو او فقراتتو د ټینګښت لپاره ګټور دی . د روماتیزم او رګ نساء د کمښت لپاره ګټور دی . د ذهن متمرکز کېدو او ذهني تقویې لپاره ګټه لري

استعمال یی لوند په کتک او وچ ادرک په چای کی استعمال کئ .🔴 هدف مو خدمت ده ، او ستاسی د کامِل روغتیا په هیله .

Leave a Comment