یو کال وروسته له هغه چې ط الب انو د افغانستان واک تر لاسه کړ، احمد مسعود د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې مشر او د ط البانو مهم مخالف وايي چې هېواد یې په ټولو برخو کې څو قدمه شاته شوی دی. هغه له یوه نامعلوم ځای څخه د انډین
ایکسپریس سره په ځانګړې مرکه کې ویلي. زه ویلای شم چې د ط البانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان له سیاسي، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ او له زغم، خلاصون، منلو او نورو ډېرو اړخونو کې یوازې یو، دوه نه بلکې ډېر لوی ګامونه شاته تللی. موږ د قانون
حاکمیت، بنسټونه او د خلکو باور له لاسه ورکړی دی. افغانستان یو ځل بیا یواځې پاتې شوی او افغانستان د ط البانو د واکمنۍ پر مهال د تره ګرۍ پر مرکز هم بدل شوی دی. دا مه هېروئ چې ښځو خپل حقونه په بشپړه توګه له لاسه ورکړي دي، زدکړې،
کار کولو، په حکومت کې برخه اخیستل او حتی د ژوند کولو. اقلیتونه لکه سیکان او شیعه په ټولنه کې د امنیت، خوندیتوب او منلو احساس له لاسه ورکړی دی. موږ د بیان ازادي له لاسه ورکړې او په ټوله کې مو ازادي له لاسه ورکړې ده. افغانستان بېرته تورې دورې ته تللی.