د هرې بلکهاک چورلکې قيمت له ۳۰ ميلیونه ډالرو پورته دی او ط “لبان هغه په اوبو لاهو کوي.
د افغانستان د وسله وال پوځ مخکيني وياند، جنرال اجمل عمر شینواري، په کابل کې د يوې بلک هاک چورلکې د نسکورېدو په غبرګون کې ABN ته وويل، چې د افغانستان له وسلهو”ال پوځ څخه پاتې ټول حربي تجهيزات ـ په ځانګړي ډول هوايي تجهيزات – دوامداره ساتنې ته اړتيا لري.
هغه زياته کړه، په اوسنيو شرايطو کې د افغانستان هېڅ يوه چورلکه هم د ګټې اخيستو وړ نه ده، ځکه چې د چورلکو د ساتنې دوره بشپړه شوې او هېڅ شخص حتی په سيمه کې هم د دې چورلکو د ساتنې ظرفيت نه لري.
جنرال عمر شينواري وویل، د ط “لبانو ډله يو شمېر هغه ناکامه پیلوټان – چې مخکې د الوتنې اجازه نه ورکول کېده – په زور سره د دې چورلکو الوتنې ته مجبوروي او سربېره پر دې غواړي چې خپلو یو شمېر نالوستو کسانو ته د پیلوټۍ زدهکړې ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د يوې امريکايۍ بلکهاک چورلکې قيمت چې د افغانستان وسلهوال پوځ ته ورکړل شوې وې، ۳۵ ميليونه ډالره دی.
تېره ورځ يوه امريکايي بلکهاک چورلکه د ملي دفاع پوهنتون په انګړ کې نسکوره شوه، چې له امله يې درې تنه م-ړه او پنځه تنه ټپيان شول.