له ښوونځیو د نجونو بې برخې کول نه بښوونکی ظلم دی”
د افغانستان د پرځول شوي جمهوریت د بهرنیو چارو وزير محمد حنيف اتمر په پکتيا کې د نجونو ننني لاريون ته په اشارې سره ويلي، طا” لب مشران باید پوه شي چې دغه معصومې نجونې په خپل مدني اعتراض کې یوازې نه دي.
ښاغلي اتمر په خپل ټوېټر ليکلي، له دې انساني او اسلامي حق (تعليم) څخه د هېواد د نجونو بې برخې کول يوه ستره تېروتنه او هېواد سره د نه بښلو وړ ظلم دی.د نوموړي په وينا، دا ظالمانه او د تعصب ډک سیاست باید ژر تر ژره ودرول شي.
څو ورځې وړاندې د پکتيا په يو شمېر سيمو کې له شپږمو ټولګيو پورته د نجونو د ښوونځيو دروازې د نجونو پر مخ پرانيستل شوې وې، خو ط ‘البانو پرون سهار دغه ولايت کې د ښوونځيو دروازې بېرته وتړلې.
د ط :البانو د دې کړنې په غبرګون کې، د پکتيا ولايت بېلابېلو ښوونځيو د دولسمو ټولګيو ښځينه زدهکوونکو لاريون وکړ.