نښی نښانی یی څه دی؟
د انتقال لاری یی څه دی؟
څنګه ځان تری وساتو؟
پرهیز یی څه شی ده؟
او بلاخره تداوی یی څه ده؟
((( ډاکټر نظام الله انوری )))
د معدې میکروب یا (ایچ پیلوری) د نړی تر نیمایی نفوسه ډیره لری
نوموړی میکروب دککړو خوړو او اوبو په ذریعه د خولی له لاری د بهرني محیط څخه ځان د هاضمي کانال له لاری معدی ته رسوي چی د معدې یا د کوچنیو کوکمو په اوله برخه کې ځای پرځای کیږي .
#دمعدی میکروب یا (ایچ پیلوري) نښې نښانی څه دی؟
1: د معدی وچ دردونه
2: د معدی پړسوب
3: د معدی سوخت یا ایشیدل
4: زړه بدوالی درلودل
5: د خولی خوند خرابیدل
6: د اشتها نشتوالی
7: دوامداره قبضیت درلودل
8: د خيټی پړسوب او بادونه لرل
9: په خیټه کی یو رکم اوازونه
10: کله کله اسهالات درلودل
11: وزن د لاسه ورکول
12: د شپی لخوا د پښو تلو سوخت
13: د شا ولو دردونه
14: د وینې کموالی
15: په ځینی حالاتو کې ترخې اوترشې اوبه تر خولې راتلل
15: ډکو متیازو رنګ توره بڼه او بد بوی ځانته غوره کول
16: له ډوډۍ نه وروسته د خیټې خفیف دردونه
#دمعدی میکروب یا (ایچ پیلوری) د انتقال لاری کومی دی؟
په صورت عموم د معدی میکروب د خولی له لاری , د لعابو له لاری ، د کاکړو اوبو او خوړو له لاری د یو مریض شخص څخه سالم انسان ته انتقالیږی.
#څنګه کولی شو له (ایچ پیلوری) یا د معدی میکروبه ځان وساتو ؟
باید کوشش وکړو حفظ الصحه مراعات کړو مثلا لاسونه په صابون پریمنځو سبزی او میوه سمه منځل له هوټلی خوراکونو ځان وساتو منظم ورزش وکړو او د ایچ پیلوری مریضان تداوی کړو.
#پرهیز او هغه لاری چاری چی ستاسو د مشکلاتو په کمولو کی مرسته کوی.
1: هر سهار په نهاره تر دریو ګلاسو شیرګرمی اوبه څکل
2: له اوبو څکلو ورسته نیم ساعت ورزش کول
3: ترخه شیان لکه مرچ مخوری
3: تروش شیان لکه لیمو اچار داسی نور مه خوری
4: پپسی او انرژی مه څکی
5: هر ځل خوړو ورسته له پنځو الی تر لسو دقیقو چابک قدمونه ووهی
6: د ډیرو سختو شیانو خوراک کی ګوزاره وکړی
7: مثاله لرونکی خواړه او دیر په غوړو کی سره کړی خوراکونه په اندازه خوری.
#درملنه:
د معدی میکروب یا ایچ پیلوری درملنه په مختلفو ډولونو کیږی خو مهمه داده چی مریض سره خبری وشی پوښتنی وشی سمه او دقیقه تاریخچه تری واخیستل شی معاینات وشی بیا نو مشکلات پیدا کیږی چی د هغی په اساس مریض لپاره دوا انتخابیږی.