روغتیا

آیا د معدی ایچ پیلوری یا د معدی میکروب او یا هم د معدی زخم پیژنۍ

maxresdefault1 3
Avatar photo
Written by Zwak News

نښی نښانی یی څه دی؟د انتقال لاری یی څه دی؟څنګه ځان تری وساتو؟پرهیز یی څه شی ده؟او بلاخره تداوی یی څه ده؟

(( ډاکتر فرید مکین )))

د معدې میکروب یا (ایچ پیلوری) د نړی تر نیمایی نفوسه ډیره لرینوموړی میکروب دککړو خوړو او اوبو په ذریعه د خولی له لاری د بهرني محیط څخه ځان د هاضمي کانال له لاری معدی ته رسوي چی د معدې یا د کوچنیو کوکمو په اوله برخه کې ځای پرځای کیږي .

دمعدی میکروب یا (ایچ پیلوري) نښې نښانی څه دی؟

: د معدی وچ دردونه2: د معدی پړسوب3: د معدی سوخت یا ایشیدل4: زړه بدوالی درلودل5: د خولی خوند خرابیدل6: د اشتها نشتوالی7: دوامداره قبضیت درلودل8: د خيټی پړسوب او بادونه لرل9: په خیټه کی یو رکم اوازونه10: کله کله اسهالات درلودل11: وزن د لاسه ورکول12: د شپی لخوا د پښو تلو سوخت13: د شا ولو دردونه14: د وینې کموالی15: په ځینی حالاتو کې ترخې اوترشې اوبه تر خولې راتلل15: ډکو متیازو رنګ توره بڼه او بد بوی ځانته غوره کول16: له ډوډۍ نه وروسته د خیټې خفیف دردونه

دمعدی میکروب یا (ایچ پیلوری) د انتقال لاری کومی دی؟په صورت عموم د معدی میکروب د خولی له لاری , د لعابو له لاری ، د کاکړو اوبو او خوړو له لاری د یو مریض شخص څخه سالم انسان ته انتقالیږی.#څنګه کولی شو له (ایچ پیلوری) یا د معدی میکروبه ځان وساتو

باید کوشش وکړو حفظ الصحه مراعات کړو مثلا لاسونه په صابون پریمنځو سبزی او میوه سمه منځل له هوټلی خوراکونو ځان وساتو منظم ورزش وکړو او د ایچ پیلوری مریضان تداوی کړو.#پرهیز او هغه لاری چاری چی ستاسو د مشکلاتو په کمولو کی مرسته کوی.1: هر سهار په نهاره تر دریو ګلاسو شیرګرمی اوبه څکل2: له اوبو څکلو ورسته نیم ساعت ورزش کول3: ترخه شیان لکه مرچ مخوری3: تروش شیان لکه لیمو اچار داسی نور مه خوری4: پپسی او انرژی مه څکی5: هر ځل خوړو ورسته له پنځو الی تر لسو دقیقو چابک قدمونه ووهی6: د ډیرو سختو شیانو خوراک کی ګوزاره وکړی7: مثاله لرونکی خواړه او دیر په غوړو کی سره کړی خوراکونه په اندازه خوری

درملنه:د معدی میکروب یا ایچ پیلوری درملنه په مختلفو ډولونو کیږی خو مهمه داده چی مریض سره خبری وشی پوښتنی وشی سمه او دقیقه تاریخچه تری واخیستل شی معاینات وشی ببا نو مشکلات پیدا کیږی چی د هغی په اساس مریض لپاره دوا انتخابیږی.

یاداونه: که چیری تاسو او ستاسو دوستان د معدی هر دول ستونزی او مشکلات ولری نو کولی شی مونږ سره ارتباط کی شی انشاالله هر دول ستونزی او مشکلات به مو په اسانی سره در حل کړو.👈 د نورو طبی معلوماتو لپاره راسره ملګری شی

Leave a Comment