جالب او حیرانوونکي

آیا تاسو پوهېږئ ، چې د باران نه مخکې مېږیانو ته څنګه پته لګي، چې باران کېدو والا دی.

ant neural networks compressed l
Avatar photo
Written by Zwak News

د الله تعالی عجیبه خلقت!
ساینس او ټیکنالوژي!
آیا تاسو پوهېږئ ، چې د باران نه مخکې مېږیانو ته څنګه پته لګي، چې باران کېدو والا دی.
د مېږیانو په اړه سورت نمل کې الله تعالی په 17-18 آیات کې فرمايي:
کله چې سلیمان ع خپلې ټولې لښکرې تیارې کړې ، چې په هغې کې انسانان او حیوانات ؤ، تردې چې کله هغوی د وادي نمل څخه تېریده، چې دغه ځای د مېږیانو دره وه.

یو مېږي بل ته وویل؛ای مېږیانو خپلو کورونو ته دننه شئ،چې تاسو سلېمان ع او د هغه فوج د پښو لاندې نه کړي او هغوی پوهه هم نشي.
کله چې سلېمان ع د هغوی خبرې واورېدې ، ويي خندل او د خپل لښکر اړخ يې بدل کړو.


مېږیانو د سلېمان ع سره خبرې کولې او الله تعالی سلېمان ع ته ددوی په خبرو د پوهېدو صلاحيت ورکړی ؤ.
کوم چې قرانکريم د نن څوارلس سوه کاله د مخه ویلي دي.
د نن وخت ساینس د مختلفو تجربو څخه وروسته دې نتیجې ته رسیدلې چې مېږیان یو عجیبه سیستم لري؛ او په دومره مشکل سره خبرې کوي، چې عقل ورته حیرانېږي.

ساینس وايي: چې مېږیان خبرې نکوي، بلکې ډېټا(مالومات) یو بل ته انتقالوي او پدې ډول خبرې کوي.
او د هغوي طریقه داده؛ چې یو مېږې د خولې څخه یو ډول مواد وباسي او د بل په خوله کې يې ورکوي، پدې سره دویم مېږې ټول مواد ډي کوډ کوي او پوهېږي چې څه يې ورته وویل.
تاسو به اکثره لیدلي وي چې یو مېږې د بل مېږي د خولې سره خوله جنګوي او ځي، چې پدې طريقې سره یو بل ته مالومات انتقالوي.

نوې څېړنې دا ثابتوي چې مېږیان یو بل سره یواځې خبرې نه؛ بلکې دوی د یو عجیبه نظام لاندې ژوند هم کوي.
تاسو به اکثره لیدلي وي، چې د باران نه مخکې مېږیان د خپل کور ګېر چاپیره ګرځي او د خاورو غرونه جوړوي، تر څو باران ددوی کورونو ته کوز نشي.
هغوي ته د وخت نه مخکې ځکه اندازه لګي، چې په هغوي کې په قدرتي ډول یوه ماده موجوده ده، چې د هایدرو فولک په نامه سره یادیږي، کله چې په هوا کې د نمي اندازه زیاته

شي، په مېږیانو کې موجوده ماده دا محسوسوي او مېږیانو ته د باران متعلق پېغام ورکوي. په همدې اساس د باران نه مخکې مېږیان خپل خوراکي توکي او د اوسېدو د ځای بندوبست کوي.
په همدې ډول د هوا پېژندنې اداره په هوا کې د نمي اندازه نوټ کوي او بیا وايي چې د باران امکان دی.
تاریخ ګواه دی چا چې په قرآن شريف کې غور او فکر کړی دی، هغوي يواځې د ځمکې حجم ندې اندازه کړی، بلکې دا يې هم ویلي، چې انسان څنګه په هوا کې د مر

Leave a Comment