آیا د پښو تلي مو سوځيږي او ورسره دوامداره سر درد لرئ او آیا د خیټې / نس او معدې شدید دردونه لرئ ؟
د نس بادونه دوامداره قبضیت او ورسره وخت ناوخته اسهال کیږئ د محرقې د مکروب نښې ، زیانونه تشخیص ، درملنه ، او پرهیز : د محرقې مِکروب چې د salmonella typhi په نامه هم یادېږي ، یو ډول بکټریاوي ناروغي ده چې د ناپاکو اوبو او ناپاکو خوړو له لارې ځان د انسان هاضمي سیسټم ته رسوي .
دغه مِکروب په لمړیو کې ځان د کوچنیو کولمو په داخلي دیوال کې ځای پرځای کوي او له همدې ځایه د یوې هفتې تر یوې میاشت په ترڅ کې ځان لیمفاوي غدو ته رسوي ، او بلآخره د وینې جریان ته ننوځي او د وینې له جریانه بیا د بدن بله هره سیمه او هر ارګان ګواښلی شي .دغې ناروغۍ نښې نښانې : د بدن ګرمېدل یا نرۍ تبه ، د هډوکو دردونه ، د شپې لخوا د پښو تلې سوځیږی ، د سر دوامداره دردونه ، د نس دردونه او د نس بادونه ، دوامداره قبضیت او ځینې وخت اسهالات ، د ډکو متیازو تور رنګ ، د معدې دردونه او د خوړو بد هضمي ، کمزوري او د وزن کمیدل ، ساړه او پر بدن د لرزې راتګ ، او په ځینو ناروغانو کې د صفرا کیسه یا تریخې دردونه چې معولا د ښې اوږې په سر کې احساس کیږي .
🟥 د محرقې زیانونه : کله چې د محرقې مِکروب په کولمو کې وي نو دغه زیانونه حتماً منځ ته راوستلی شي : د کولمو زخم ، له کولمو د وینې بهیدل ، د کولمو سوري کېدل ، کم خوني ، د لیمفاوي غدو التهاب د بدن دفاعي ځواک کمزوري کوي او همدغه کمزوري د دوامدارې نرۍ تبې سبب ګرځي ، د ځیګر او تورې غټېدل او پړسېدل ، د هډوکو کمزوري ، د مغزو د پردو مکروبي کېدل یا مننجیت ، د غوږ ، ستوني او پوزې مکروبي کېدل ، د بدن د مایعاتو کمښت ، دوامداره ټیټ فشار ، د تریخې مکروبي کېدل ، شاک او بلآخره مرګ .
🟥 تشخیص : د محرقې ناروغۍ د تشخیص لپاره لاندې معاینات اړین دي .
Typhoid antibodies (IgM+IgG) .
Stool culture for typhoid .
Bone marrow culture for typhoidVidal testرملنه : تر بشپړ تشخیص وروسته د نوموړي مِکروب ضد درمل د لس — پنځلس ورځو لپاره باید وکارول شي .
رهیز : غوړ خواړه ، ترخه او ترش خواړه ، خامې اوبه او ناپاکه ترکاري .
🟥 کوم خواړه باید ډیر وخوړل شي : د میوې جوس ، پاکې اوبه ، د وریجو سرسر ، د ترکارۍ سوپ .☜ که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي ؛ نو لُطفاً په کمِنټ کې ولیکئ چې پوره ولوستل شوه . داسی نورو طبی ، اسلامی او اصلاحي لیکنو لپاره زمونږ فیسبوک پاڼه page لائیک Like کئ .