ټیکنالوژي

د نټرنیټ هغه لس کارونه چې زموږ په ژند کې يې لوی بدلون راوست!

A computer standing on Desk, Displaying Google Main page.
This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

انټرنټ مو څنګه ژوند بدل کړ؟

A man holding tea of cup and watching to his laptop

نټرنیټ زموږ موجودیت اصلا معکوس کړی دی. د انسانانو د یو بل سره ارتباطاتو ته یې بشپړ بدلون ورکړ، آن تر دې حده چې انټرنیټ اوس زموږ ژوند د یو له بل سره د اربطاتو په پار یو اړین ضرورت ګرځیدلی دی. نږدې هرڅه کې چې موږ یې کوو موږ انټرنیټ کاروو. لکه په انلاین بڼه پیزا را نیول، د تلویزیون پیرودل، د ملګري سره یوه شیبه شریکول یا چټک پیغام له لارې عکس لیږل او داسې نور…

د انټرنیټ دمخه که تاسو غوښتلي واي چي د خبرونو څخه مو ځان خبر کړی وای، نو تاسو باید د خبرنو د پلورلو سټینډ یا پلورنځي ته لاړشوي وای چې دا د سهاروخت پرانستل کیدل. کله به مو چي اخبار وپیره، له هغه وروسته به د اخبار لوستلو خبر شوی چې تیره ورځ څه پیښ شوي و.

مګر نن سبا په ګرځنده موبایل یا کمپیوټرکې یو یا دوه د کلیکونو ستاسو د محلي کاغذي اخبار لوستلو لپاره کافی دي. بلکې د نړۍ له هر ګوټ ګوټ څخه خبري سرچینې په یوه دقیقه لوستلی او اوریدلی شی.

پخپله انټرنیټ هم بدل شوی!
د تاریخ لید له پلوه په لومړیو ورځو کې انټرنیټ یوساده او ثابته شبکه وه، یواځې د څو بایټ(‌Bytes) پر مټ د دوه کسانو تر منځ دو یو وړوکي پیغام لیږلو وړتیا درلوده. همدارنګه د معلوماتو ‌ذخیره وه، او شیان هم پکې شیر شول و.
په لمړیو وختونو کې انټرنیټ یواې د مخکښو پروګرامرانو له لوری اداره کیده، او تخنیکي کارونه یې پر مخ وړل.


په هرصورت ، نن ورځ په انټرنیټ کې په پراخه کچه معلومات اضافه شوي. په زرګونو جي-بي معلومات پکې اپلوډ او ډاونلوډ شوي، او ډیټا د انټرنیټ د استمعالوونکو، یعنې زموږ او ستاسو ده، ځکه اوس همدا ټول موږ مبصرین، خپرونکي، او جوړونکي یو. په ۱۹۸۰او ۱۹۹۰ کالونو کې انټرنیټ تردې پورې پراخه شو ترڅو د پوهنتونونو او څیړنیزو مرکزونو د معلوماتي ټکنالوژۍ ظرفیتونه ځای په ځای کړي، او بیا وروسته په عامه نهادونه ، بنسټونه، خصوصي شرکتونه او ټوله نړۍ کې خپور شو.

انټرنیټ لا هم نوره پراخه وده وکړه چي  نور د دولت تر کنټرول لاندې پروژه نه وه، په هغه وخت کې انټرنیټ د نړۍ ترټولو لوی کمپیوټري شبکه چي له ۵۰،۰۰۰ څخه ډیرو فرعي شبکو، ۴ ملیونو سیسټمونو، او ۷۰ ملیونونو کارونکو څخه جوړه وه.

د شلمې پیړۍ په لومړۍ لسیزه کې د ویب ۲.۰ رامینځته کول پخپله د انټرنیټ په تاریخ کې یو ستر انقلاب و چې د ټولنیزو رسنیو او نورو متقابل عمل او د خلکو په مینځ کې د مخابراتو وسایلو پراخه وده کړه.
انټرنیټ نور یوازې د معلوماتو او اطلاعاتو سره تړلی نه دی، بلکې نن ورځ موږ کولی شو د ثانیو په د ننه کې د نړۍ له یو ګوټ څخه بل ګوټ ته ډیټا ولیږو، آنلاین پریزنټشنونه جوړ کړو او په موازي “لوبو نړۍ” کې ژوند وکړو، او زموږ د ریښتیني ژوند شریکولو لپاره عکسونه ، ویډیو، غږ، او متنونه، شخصي داستانونه مو په انټرنیټ کې عام کړو او ځایی مسلې مو نړیوالې کړو.

د نټرنیټ هغه لس کارونه چې زموږ په ژند کې يې لوی بدلون راوست!

د لټون انجنز – Search engines
  
الټا ویسټا لټون انجن‏ څخه – کوم چې په ۱۹۹۰ کل کې جوړ او په ۲۰۱۳ کې د ګوګل، یاهو، بیډو او بنگ لپاره بند کړل شو. د لټون انجن یا سرچ انجنز کاروونکو ته اجازه ورکوي تر څو یو ټکي لټون دننه کړي او ویې لټوي نو په د ویب پاڼو څخه ورته به ملینونو معلومات پیدا کړي.


آنلان پیر او پلور ـ  E-commerce



هغه ویب پاڼې لکه د ایمیزون، ای بی او د چین علی بابا په مرسته کولی شو ډېر په اسانه پیر او پلور وکړو او آن پخپل کور سوده ترلاسه کړو او انلاین تجارت وکړو.
نن ورځ د موږک یا موس په یو کلېک یا په یو زنګ یو توکی په نوموړیو ویب پاڼو کې قیمت پري کیږدو.

ولنیزې رسنۍ – Social Media

 
مای سپیس، فيسبوک، ټویټر، سنیپ چیټ، انسټاګرم، لینک ان، فلکر… د ټولنیزې رسنیزو ویب پاڼې چې اکثریت خلک یې کاروي او ډېرې مشهوورې دي. یوازې په څو کلونو کې، دا ویب پاڼې د خپلو میوزیکونو، عکسونو، ویډیوګانو او نور ډیر څه شریکولو په خاطر ډیرو خلکو خوښې کړي او استمعالوي یې.
نوموړي ټولنیزې رسنۍ په نن سبا وخت کې نسبت نورو ټولینزو رسنیو ډېرې مشهورې دي. د مثال په توګه د تیر کال د دسمبر تر ۳۱ پورې فیسبوک ۲.۱۳ملیارده میاشتني فعال کارونکي درلودل، او ۲۵،۲۰۵ کسان په کار ګمارلي شوي دي.

 دفتر – The Office



د نني دفترونه د ۱۵ یا۲۰ کاله دمخه دفترونو څخه زیات توپیر لري.
لکه د تیز سرعت انټرنیټ، دا پدې معنی دی چې نږدې ټول کارګران هغه معلوماتو ته لاسرسی لري چې د دوی دندې ترسره کولو لپاره ورته اړتیا لري، پداسې حال کې چې د نړۍ په ګوټ کې د همکارانو سره د ویډیو کنفرانس تلیفونونه او پریزنټشنونه شریک کول یو عادي شی کار دی. سربیره پردې، نن سبا په دفترونو کې کمپیوټرنه د نورو کارونو لپارهم کارول کیږي، لکه د بریښنالیکونو لیږل، د غونډو مهال ویش ټاکل، د یادداشت لیکل او داسې نوو…
په ځینو صنعتونو او لویو کمپنیو کې کمپیوټرونه د پیچلو او د وخت کم مصرف کولو دندو ترسره کولو لپاره هم کارول کیږي لکه د ودانیو ډیزاین کول او یه په لوي مقدار ډیټا پروسس کول.

مینه – Love 



ویب او انټرنیټ د خلکو په مینه او لیوالتیا کې انقلابي بدلونونه راوستل او له خلکو سره د مينې کولوپه برخه کې فرصتونه برابر کړي دی. د هر څه په انټرنیټ کې دي الګوریتم په مرسته کیږي، چي د پروګرمرانو لخوا داسې جوړ شوی، په اڼټرنیټ کې د هر څه په اړه ډېر لټون کوې، د هغې مشابه شیان به درته همیشه را مخې ته کوی.
دا چي آیا دا ښه کار شوی او کنه، دا بیا بېل بحث دی. خو دلته بیلا بیلو خلکو بیلا بېل نظریات دي. د ځینو خلکو په آند انټرنیټي آړيکې په طبعي او د خپلوانو په اړیکو بدې اغېزې لری شي، لکه لرې خلک خپلوي او نږدې بیا لرې کوي.
بله پلوه بیا ځیني خلک په بل نظر دي، دوی په آند اڼټرنټي اړیکې او له لرې خلکو سره د انلاین کاریالونو او ویب پاڼو په مرسته اړيکې ساتل ښه کار دی. دوي واي د کار ڼړۍ سره وصلوي او خلکو لپاره لویه آسانتیا ده.

د کمپیوټر سکرین په لیکه کول – Streaming 



د سي-ډي او ډي-وي-ډي او نورو فزیکي رسنیزو شیانو کارول اصلا د کمیدو په حال کې دي، ځکه چې د تلویزیونونو، ټابلیټونو او سمارټ فونونو له لارې د سټریمینګ جریان خورا شوی دی.
د مثال په توګه اوس له ۱۰۰ ملیون څخه ډیر پیرودونکي لري د ڼېټفلېکس ګڼوڼونه لري، پداسې حال کې چې د میوزیک سټریمینګ خدمت سپوټایفاي د جنوري ۲۰۲۱ پورې تر ۱۵۰ ملیون ډیر پیرودونکي لري.

بریښنالیک – Email



اوس هغه ورځې تللي دي چې تاسو به د یو مګلري، خپلوان او یا د خپل مېن د یو کاغذي لیک لپاره آن تر څو ورځو، اونیو یا حتی میاشتو لپاره د انتظار اوباسلو. د بریښنایی لیک، یا بریښنالیک څخه مننه، چي اوس خلک کولی شي یو پیغام و لیکي او خپل مطلوب کس ته یې ته یې په فوري توګه ولیږي؛ او په څو شیبو کې یې تلاسه کړي. آن نن سبا هره ورځ تر ملیاردونو زیات پیغامونه یو بل ته لیږل کیږي. په برطانیه کې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې تقریبا ۸۲٪ بالغو کسانو بریښنا لیکونه لیږلي او رالیږي ول. دا د ملي احصایو دفتر (او این ایس) په وینا “د انټرنیټ په تاریخ کې خورا زیات مشهور فعالیت” ګرځیدلی دی.

ځیرک ګرځنده موبایلونه – Smartphones 



ځیرک موبایلونه د ۲۱ مې پیړۍ د ژوند مهمه برخه ګرځیدلې، او موږ پخپل ژوند کې د ډیری دندو ترس‍ره کولو لپاره کاروو، په تلیفون د زنګ وهلو، د میوزیک اوریدلو یا د فلمونو لیدو ان د بریښنالیکونو لیږلو لپاره.

 آنلاین بانکداري – Online banking



اوس خلک کولی په ټوله نړۍ هر ځاي ته چي وغواړي پیسې لیږلی شي، او هر څوک کولی شي بیل په انلاین بڼه جمع کړي.
په اروپا کې د انټرنیټ بانکداري شهرت مخ په ډیریدو دی، د ONS په وینه په یوروپ کې په ۲۰۲۱ کې ۷۰٪ سلنه آنلاین بانکدرۍ څخه کار اخلي.

Leave a Comment