ادب او کلتور

مرکه؛ ژباړه د ژبې لغوي پانگه زیاتوي

This is the Favicon or Site Icon of Zwak News which is official logo Zwak News in it.
Written by Zwak News

د یاران درنو لوستونکو ایا کوم وخت مو ژباړه کړې یا هم داسې به شوي وي چې ژباړه مو کړې وي، خو روانه نه وي، ځکه داسې ډېري ما لیدلي چې ژباړه کوي خو تل شکایت کوي چې زما ژباړه روانه او واضح نه ده.
نو نن غواړم د ژباړې په هکله له استاد سره مفصل بحث ولرو. دا چې ژباړه څه ده؟ کومو اصولو باندې ولاړه ده او څنګه کولای شو ښه ژباړه وکړو؟ همدلته یې لوستلای شئ.

صدیقه پوپلزۍ: سلام استاد هیله‌منده یم چې جوړ روغ او له آفتونو به په امن یاست. استاد خپله ژباړه څه ته وايي؟

اسدالله وحیدي: سلام تاسې همکاران او لوستونکو ته هیله ده روغ جوړ اوسئ. ژباړه، د (ژبې) او (اړول) څخه ترکیب شوې کلمه ده. د یوه مفهوم، فکر، مانا او نظر د ژبې اړولو ته ژباړه وايي. یعنې دلته یوازې ژبه اړول کېږي، په مفهوم، مانا، فکر یا نظر کې کوم بدلون نه راځي.

پوپلزۍ: استاد زموږ په ټولنه کې د پښتو ژباړې اړتيا شته ستاسو په نظر به څومره اړتيا وي؟

وحیدي: ژباړه ډېرې ګټې لري او موږ ورته سخته اړتیا لرو. موږ چې له هره اړخه وروسته پاتې یو، نو ځکه باید ډېره ژباړه وکړو، موږ د ډېرو لاملونو له مخې ژباړې ته اړتیا لرو چې دلته یې لنډ بیانوم:

 

لومړی: ژباړه مو له علومو خبروي. په پښتو ژبه کې موږ علمي مواد خورا کم لرو. نه یوازې علوم کم لرو، بلکې عالمان هم کم دي چې د علم په برخه کې زموږ تشه نه شي ډکولی. یوازې پښتو او پښتانه له دې ستونزې سره مخ نه دي، بلکې د نړۍ نږدې ټولې ژبې او ملتونه دا ستونزه لري.

اوس چې علوم پراخ او ډېر شوي، ناشونې ده چې هره ژبه او ملت دې ټول معلومات خپل ولري. له همدې لامله ژباړې ته اړتیا ده او همدا ژباړه ده چې علوم د ملتونو ترمنځ شریکوي.

دویم: ژباړه مو د نورو له تجربو سره اشنا کوي. انسانان د ژوند په بېلابېلو برخو کې تجربې کوي، ډېرې تجربې ناکامېږي، خو انسانان بیا هڅه کوي. ځینې تجربې لسگونه او ان سلگونه کلونه وخت نیسي، خو په پای کې بریالۍ شي. موږ اړ نه یو چې هغه تجربې تکرار کړو چې نورو کړي دي. موږ یې پایله را اخلو او خپلې ژبې ته یې را ژباړو. که موږ بیا له سره تجربې کوو، همدومره وخت نیسي، نو لنډه لاره یې دا ده چې د نورو تجربې را واخلو او خپلې ژبې ته یې راوړو.

درېیم: ژباړه مو د نورو له فرهنگونو او تمدونونو سره بلدوي. له مقدساتو ور هاخوا هر فرهنگ او تمدن مثبت او منفي اړخونه لري. د ژباړې له لارې موږ د نورو د فرهنگونو له مثبتو اړخونو سره بلدېږو، را ژباړو یې او خپل ولس ورسره اشنا کوو. په دې ډول مو فرهنگ غنی کیږي، منفي اړخونه یې کمیږي او مثبت یې زیاتېږي.

څلورم: له ژباړې سره ژبه پرمختگ کوي. ژباړه یوازې ژبه د علومو او مفاهیمو له اړخه نه غني کوي، بلکې ورسره ژبه پرمختگ کوي. کله چې ژبې ته ډېر علوم، مفاهیم او نظریات را وژباړل شي، نو په طبیعي ډول پرمختگ کوي، خپل وگړي ورته پام کوي او د نورو ژبو ویونکي یې هم زده کوي.

پنځم: ژباړه د ژبې لغوي پانگه زیاتوي. د ژباړې یوه گټه دا ده چې د ژبې لغوي پانگه زیاتوي. د ژباړې له لارې موږ له نوو مفاهیمو سره مخ کېږو چې یا په خپله ژبه کې ورته کلمه پیدا کوو او جوړوو او یا د همغې ژبې کلمه را اخلو.

کله چې موږ له نوي مفهوم سره مخ شو، نوې کلمه ورته پیدا کړو، دا خپله د ژبې پانگه زیاتوي. ان که دې بلې ژبې کلمې هم تر ټاکلې اندازې را واخلو، ژبه مو ورسره غني کېږي او پانگه مو زیاتېږي.

پوپلزۍ: استاد ژباړه په کومو اصولو باندې ولاړه ده؟

وحیدي: ژباړه ځینې مهم اصول لري چې پکار ده یو ژباړن یې مراعات کړي. د ګټورې موضوع انتخاب، پر مبدا ژبه برلاسی، پر موخنه ژبه برلاسی، د دواړو ژبو پر توپیرونو پوهېدل، په موضوع پوهېدل، امانت ساتنه او ځینې نور مهم ټکي د ژباړې د اصولو په توګه یادولی شو.

پوپلزۍ: استاد څه ډول کولاى شو چې ښه ژباړه وکړو؟

وحیدي: د ښې ژباړې لپاره تر ګردو لومړی کار دا دی چې موږ باید د ژباړې پر اصولو پوه شو او بیا دا اصول مراعات کړو. مخکې مې چې د کومو اصولو یادونه وکړه، دا اصول له موږ سره په ښه ژباړه کې مرسته کولی شي.

پوپلزۍ: استاد ژباړه په څو ډوله ده؟

وحیدي: ژباړه مختلف ډولونه لري. یا له مختلفو اړخونو په څو ډولونو وېشل کېږي. له یوه اړخه ژباړه پر لیکنۍ او کړنۍ یا شفاهي ډولونو وېشل کېږي. له بله اړخه ژباړه ټکی پر ټکي، جمله پر جمله، پراګراف پر پراګراف او ازاده ژباړه ده. دغه راز په بل ویش کې انساني او ماشیني ژباړه راځي. د دې تر څنګ د نثر او شعر ژباړه بل وېش دی.

پوپلزۍ: استاد ژباړه له ليکوالۍ سره کومه اړیکه لري که نه؟

وحیدي: هو، د ښه ژباړن یوه ځانګړنه دا ده چې لیکوال وي، له لیکوالۍ سره مینه ولري او تر دې غوره حالت یې دا دی چې د لیکوالۍ تجربه ولري. ژباړه په موخنه ژبه کې د مبدا ژبې د لیکنې بیا لیکل دي، نو پکار ده چې ژباړن لیکوال وي، له لیکوالۍ سره مینه ولري او د لیکوالۍ تجربه ولري.

که څوک خپله په لیکلو کې ستونزه ولري، له لیکوالۍ سره یې مینه نه وي، تجربه یې نه وي، نو هغه ته ژباړه ستونزمنه ده. لیکوالي له تاسې سره مرسته کوي چې خوږه، روانه او خوندوره ژباړه وکړئ.
داسې کلمې، اصطلاحات او جملې وکاروئ چې لوستونکی یې هم پر مفهوم پوه شي او هم له متن څخه خوند واخلي. که د لیکوالۍ تجربه ولرئ، د ژباړې پر مهال به د جملو او کلمو په انتخاب او لیکلو کې ستونزه ونه لرئ او داسې ژباړه به کوئ چې لوستونکی فکر وکړي، دا متن ژباړه نه ده، بلکې په همدې ژبه کې لیکل شوی دی.

پوپلزۍ: استاد ايا هر څوک ژباړه کولاى شي؟

وحیدي: هو، خو څو کارونه مهم دي. تر ګردو لومړی کار دا دی که څوک غواړي، ژباړن شي، له ژباړې سره مینه ولري. د ژباړ کېدلو لپاره انګېزه ولري. د پیل لپاره لوړ مهارت، زیاتې تجربې او نور څه ته اړتیا نشته. مهمه ده چې انګېزه ولرئ، پیل وکړئ او تر دې مهمه دا چې دوام ورکړئ.
ځینې کسان فکر کوي چې د ژباړې لپاره ځانګړو زده‌کړو ته اړتیا ده. باید د لومړۍ او دویمې ژبې ادبیات مو لوستي وي. یا باید د ژباړې کورس ولولئ او د فراغت سند یې ولرئ. اندېښنه مه کوئ، ژباړه سند ته اړتیا نه لري.

زه ډېر کسان پېژنم او تاسې به یې هم پېژنئ، چې ادبیات یې نه دي لوستي، د ژباړې ځانګړی کورس یې نه دی لوستی، خو بیا هم ښه ژباړن دي، لسګونه کتابونه یې ژباړلي او ژباړه یې هم معیاري ده.
ډېر کسان پېژنم او تاسې به یې هم پېژنئ، ادبیات یې لوستي، د ژباړې کورسونه یې لوستي، خپله او بله ژبه یې ښه زده ده، خو ژباړه نه شي کولی. که یې ژباړه کړې هم وي، ستونزې لري او مفهوم سم نه شي رسولی.
نو که تاسې هم په دې برخه کې ځانګړې زده‌کړې نه وي کړې، اندېښنه مه کوئ. هوډ وکړئ، مینه ولرئ، پلان جوړ کړئ او وړاندې ولاړ شئ. تاسې ژباړن کېدلی شئ.

پوپلزۍ: استاد د ادبي او ژورناليستکي ژباړي توپير څه دى؟

وحیدي: په ژورنالېزم کې اصلي هدف دا دی چې پیغام او مفهوم ورسېږي، خو دا پیغام او مفهوم چې په څومره ساده، روانه، خوږه او عام فهمه ژبه ورسېږي، همدومره ښه دی. د ژورنالسیتکي متن د ژباړې پر مهال مه هېروئ چې ستاسې دنده د پيغام رسول دي، نه د ژبې رنګینول. په ژورنالېزم کې ژبه ښکلې کوو، خو نه هومره چې دا ښکلا مفهوم ته زیان ورسوي.

ادبي متن ژباړه باید کلمه پر کلمه ونه شي، بلکې ژباړونکی باید پکې خپل ادبي ذوق وکاروي، دا سخت کار دی، ځکه له یوه اړخه به ژباړن د ژباړل کېدونکي اثر هنریت ساتي او له بله اړخه به هڅه کوي چې د لیکوال سبک او مفهوم دواړه وساتي.

د ادبي متن هم ژبه مهمه ده او هم مفهوم. که ”ادب د ادب لپاره او یا ادب د ژوند لپاره” بحث څنګ ته کړو، په ادبي اثارو کې مفهوم مهم وي او هم دا چې دا مفهوم څنګه، په څه ډول کلمو، جملو او ادبي ښکلا کې لېږدول کېږي. که په نورو متونو کې ژباړونکی یوازې د مفهوم پر لېږد مکلف دی، دلته بیا ژباړن اړ دی چې د مفهوم د لېږد تر څنګ د کلام ښکلا هم ولېږدوي. دا ډېر ستونزمن کار دی او هغوی چې پر ادب پوه نه شي او د ادبي ژباړې اوږده تجربه ونه لري، په دې چاره کې به له ستونزو سره مخ شي.

پوپلزۍ: استاد د ژباړي تاريخچه له کومه وخته پيل کېږي؟

وحیدي: لومړى په رومي ژبه يوناني آثار وژباړل شو. د عباسيانو په وخت کې د يونانيانو، هنديانو او روميانو زياتره فلسفي، کرنيز، هندسي، جغرافيايي، کميايي او د نجوم کتابونه وژباړل شو.

په پښتو کې ژباړه په درېيمه پېړۍ کې د محمد هاشم سرواني ژباړلي شعر ته رسېږي. ده د خپل عرب استاد ابن خلاد يوه بوللـه پښتو ته رااړولې وه چې يو څو بيته يې دا دي:
ژبه هم ښه وينا کاندي چې يې وينه
د خاوند په لاس کې زر او درهمونه

پوپلزۍ: استاد که موږ ټکي په ټکي ژباړه وکړو، ژباړه به مو سمه وي؟

وحیدي: دا ژباړه نوي ژباړن ډېره کاروي. دغه راز دا ژباړه ګرامرپوهان د ژبې د زده‌کړې او په نورو ژبنیو پروسو کې هم کاروي. د دې ژباړې د کارونې بل مهم ځای په دیني او حقوقي متونو کې دی، ځکه هلته کلمې ځانګړی ارزښت لري. په دیني او حقوقي متونو کې تېروتنې خطرناکې پایلې لري، ان کله ژباړن له وېرې اړ کېږي، چې حقوقي او دیني متنونه کلمه پر کلمه وژباړي.
د دې مانا دا نه ده چې د دیني او حقوقي متونو په ژباړه کې باید پوره کلمه پر کلمه ژباړه وکارول شي، بلکې د کلمه پر کلمې او مفهومي ژباړې یوه ګډه بڼه کارول کېږي، چې هم مفهوم ته پام کېږي او هم د کلمې مانا ته.

په دې ژباړه کې ډېر وخت د بلې ژبې جوړښت ته هم پام کېږي، چې موخنه ژبه ترې اغېزمنه کېږي. ځینې پوهان دا ژباړه نه ګڼي او ادعا کوي چې په دې سره د ژباړې هدف نه ترلاسه کېږي.

پوپلزۍ: استاد د ژباړي ژباړه هغه څنگه ده؟

وحیدي: ژباړه خپله کاپي ده، نو د کاپي څخه چې کاپي واخیستل شي، طبیعي ده چې ښه نه وي. متاسفانه اوس په پښتو کې دا کار ډېر کېږي. له انګلیسي فارسي او اردو ته ژباړه کېږي او بیا له فارسي او اردو پښتو ته ژباړه کېږي. دا سم کار نه دی او پکار ده چې ترې ډډه وشي. موږ باید له اصلي او لومړنۍ ژبې ژباړه وکړو.

پوپلزۍ: استاد ايا تل موږ په معياري ژبه ژباړه وکړو؟

وحیدي: ژباړه حتمي باید پر معیاري ژبه وشي. ژباړه هم د لیکوالۍ په شان ده او پکار ده چې موږ معیار پکې وساتو. له بده مرغه ځینې ژباړن پښتانه وي، کورنۍ یې پښتنه وي، پښتو وايي، خو دوی یوازې پر خپل ګړدود پوهېږي او یا خپل ګړدود کاروي.
دوی پر معیاري پښتو نه پوهېږي، نو چې کله لیکل کوي، خپل کړدود لیکي او په دې ډول دوی ژبې ته د خدمت پر ځای ستونزې پیدا کوي. له همدې امله ژباړن باید پر معیاري ژبه ژباړه وکړي.

پوپلزۍ: استاد له تاسو څخه یوه نړۍ مننه په دې هیله چې نورو مرکو ته هم موږ سره ادامه ورکړئ.

وحیدي: له تاسو څخه هم مننه، جوړ او روغ اوسئ، الله مو مل شه.

Leave a Comment