ژوند بڼه

دمسلک د بریا لپاره ګامونه

هیڅوک مو موخې ته نشي رسولی، هیڅوک مو موخې ته د رسېدو مخه نشي نیولی.

په ځینې خلکو د ژوند هره ورځ تېریږي خو ځینې خلک د ژوند د هرې ورځې وخت تېرولو لپاره هر څه خپله طرحه کوي. د ځینې خلکو ژوند کې هر څه خپله پېښیږي خو ځینې خلک هر څه په خپله پېښوي، که چېرې ژوند کې هر څه خپله پېښ کړی د پای ته رسولو لپاره به یې د انګېزې بله لمبه او کافي انرژي ولری خو که هر څه مو ژوند کې خپله پېښ شي خپګان، لټي او سټرس به تجربه کړی.

ځینې خلک یوازې بوخت وي خو د ځینې خلکو بوختیا چارې ترسره کوي د چارو پایله یې یو تولید وي، که تاسې غواړی چې چارې مو بې پایلې نه وي نو د چارې له پیل مخکې وړاندوینه، د عمل لپاره سیستم، پلان جوړول، د کړنو لپاره کافي پوهه ترلاسه کول او موخه ټاکل مه هېروئ.

زهن کې انځور کول دې ته وایي چې زهن کې هغه څه راولی چې په سترګو نه لیدل کیږي او اوسمهال کې نشته وي. که چېرې تاسې په راتلونکې کې د خپل فعالیت او کړنو پایلې او لاسته راوړنې انځور کړی نو کاري انګېزه کې مو زیاتوالی راوستلی شي. که چېرې د کړنو پایله یا پای زهن کې انځور کړی نو په دې به پوهیدلي یاستی چې اوسمهال چېرته یاستی، په کوم لوري چېرې روان یاستی.

زمونږ شخصیت له مختلفو ځانګړنو جوړ وي او همدا ځانګړنې زمونږ احساسات، فکرونه، کړنې او چلند کنټرول کوي. د هر مختلف شخصیت لرونکی د مسلک مختلف انتخاب لري. که چېرې د خپل شخصیت په اړه، د خپلې خوښې او ناخوښې په اړه، د خپلې کمزورتیا او مقاومت په اړه کافي مالومات ولری نو د خپلې علاقې او د خپلې خوښې مسلک موندلو کې مو مرسته کولای شي.

کله هم که تاسې په دې پوه شی چې ژوند کې څه غواړی نو تاسې د راتلونکې په اړه پلان جوړولو کې مرسته کوي، په سمو او مناسبو پرېکړو کې مو مرسته کوي، ستاسې لمړیتوبونه در په ګوته کوي، د موخې ټاکلو کې مو مرسته کوي او هره کړنه مو په هغه لور یو ګام مخکې تګ کیږي چې تاسې پکې د راتلونکې او موخې په لور سفر کول غواړی.

که چېرې علاقه ونلرو نو د کړنو لپاره انرژي نشو لرلای او که چېرې انرژي ونلرو نو هېڅ نلرو.

لمړی په دې تمرکز وکړئ چې نن ورځ چېرته یاستی او د فعالیت لپاره څه تاسې کې انګېزه پیدا کوي. که تاسې سهار کې له خوبه پاڅیږی او خپل مسلک او د ورځې چارو ته کافي انرژي نلری نو ممکن تاسې دې پوښتنې ته ” زه چې څه کوم ولې یې کوم ” مناسب ځواب نه وي موندلی. ټول انسان له یو څه کولو مخکې همدې پوښتنې ته د لامل موندلو اړتیا لري تر څو یې کولو او پای ته رسولو لپاره انګېزه پیدا کړي. که چېرې همدې پوښتنې ته مناسب ځواب ومومی نو د خپلې خوښې مسلک موندلو کې مو مرسته کولای شي او که چېرې دې پوښتنې ته له ځواب موندلو پرته مو د پیسو ګټلو لپاره یوه دنده پیل کړې وي نو تاسې به هم د نړۍ د هغو ۷۳ % خلکو په نوملړ کې اضافه شی چې په خپله دنده او کاري چاپېریال کې ناخوښ دي.

څېړنو موندلې چې ۴۲ % هغو کسانو کوم چې له ۳۰ کالو زیات عمرونه لري افسوس کوي چې کاشکې یې هغه څه ته د مسلک په توګه ادامه ورکړې وای چې په کوچنیوالي کې یې علاقه ورسره لرله. یو مسلک د کار له پیل څخه تر تقاوت پورې د ژوند ۳۲ % وخت نیسي نو که چېرې تاسې له خپل مسلک سره علاقه ونلری نو دنده مو په ژوند کې په لویې ستونزه بدلیدای شي.

که چېرې مسلک مو هغه انتخاب وي چې تاسې ورسره علاقه لری نو هر سهار مو له خوبه ویښولی شي، د ورځې په اوږدو کې هره کړنه مو د ستړیا په ځای د انګېزې لمبه بلولای او دا لمبه تغذیه کولای شي.

هر انسان د یو څه کېدو هیله لري، خپل شخصي ارزښتونه لري، تر هر څه لمړی خپل شخصي ارزښتونه وپېژنئ او خپل ارزښتونه تعریف کړئ د بېلګې په توګه خودمختاري همدا ارزښت د هر کس لپاره جلا مانا لرلای شي. ممکن کورنۍ، ملګري او ټولنه له تاسې تمې ولري خپل ارزښتونه مو د نورو له تمو سره مه تطابق کې کوئ، د نورو د تمو په ځای په خپل احساس تمرکز وکړئ تر څو هغه څه په ګوته کړی چې په ریښتیا یې تاسې کول غواړی.

د ژوند په هر پړاو کې زمونږ لمړیتوبونه تغیر کوي او دې چارې سره زمونږ ارزښتونه هم تغیر کوي نو که چېرې مو مخکې خپل ارزښتونه په ګوته کړي هم وي بیا ځلې کتنه ورته وکړئ. د شخصي ارزښتونو موندلو لپاره له خپل ځان څخه داسې پوښتنې وکړئ : ماته څه ارزښت لري ؟ له څه کولو پرته ژوند نشم کولای ؟ د څه کول مې خوښوي ؟ کله مو چې ورځ ناخوښه او ستړې وي لامل یې څه وي ؟ کله چې خپه یې، غسه یې، د هېڅ کولو لپاره انګېزه نلرې لامل یې څه وي ؟

دې پوښتنو ته له ځواب وروسته د خپلو ارزښتونو داسې نوملړ جوړ کړئ : خودمختاري، ژمنتیا، مهرباني، خلاقیت، شهرت، ازادي، ملګرتیا، سخت کار، له نورو سره مرسته، ریښتینولي، ټوکې، انصاف، باور، نظم، صبر، سوله، واک، احترام، محافظت، زغم هوښیاري،…

کله مو چې خپل ارزښتونه وټاکل هر یو ته یې د خپل لرلید له مخې مانا او تعریف ولټوئ : لکه دا ارزښت ماته ژوند کې څه راکوي ؟ که چېرې ما ژوند کې دا ارزښت نلری نو څه به پېښ شوي وای ؟ زما ارزښتونه ژوند کې د پلي کېدو وړ دي او که نه ؟ دا ارزښتونه به زما په ژوند او مسلک څه اغیز ولري ؟

د علاقې موندلو لپاره له خپل ځان څخه داسې پوښتنې وکړئ : له کاري وخت وروسته مې څه کول خوښیږي ؟ په کور او کار ځای کې څه په ما کې د فعالیت انګېزه پیدا کوي ؟ کله چې ماشوم او بلوغ ته رسېدلی وم له څه کولو سره مې مینه لرله ؟ کومې تفریحي کړنې مې خوښیږي ؟ خپل بیکاره وخت په څه تېروم ؟ څه چې وکړم کوم یې ما ډېر جذبوي او د وخت تېرېدو ته مې پام نه وراوړي ؟

ځینې خلک د مغز کیڼ اړخ کاروي او په یوه موضوع کې د هر څه په اړه پوښتنې کوي، منطق کاروي او مالومات راغونډوي، ځینې کسان د مغز ښی اړخ کاروي او هر څه ته په ټولیزه توګه کتنه کوي، هر څه په ټولیزه توګه زهن کې انځور کوي دواړه سم دي یوازې خپله کې توپیر سره لري.

که چېرې تاسې د مغز کیڼ اړخ ډېر کاروی او هر څه کې د پوهې په لټه کې یاستی ممکن بریا ته رسېدل مو د نورو په پرتله زیات وخت ونیسي خو تر نورو ښې پایلې ترلاسه کولای شی.

Leave a Comment