چاپیریال

داسې زهري ونه چي ميوه يې وخورئ، وبه مو وژني!

Manchineel Tree's information
Avatar photo
Written by Noor Ahmad Aail

آیا د ممکنه ده؟

د مانچینییل په نامه ونې دومره زهري دي ،چې مېوه يې وخورئ وبه مو وژني، حتی که په باران کې تر دې ونې لاندې ودرېدئ نو پوستکی به مو داسې سرې تڼاکې شي چې بيا به یې درملنه اسانه نه وي، او که مو ددې ونې وچ شوي لرګيو ته اور ورته کړ ، هغه تودوخه او دود چې ترې راپورته کېږي د انسان د ړندېدلو لامل کېږي، ددې ونې شيره چې ډېره زهري ده د فوربو په نامه يادېږي چې که د موټر سره مو ولګېده هماغه ګړۍ به یې رنګ داسې پاک ختم کړي لکه په سابون دې مينځلی وي

د دې ونې ميوه هم وژوونکي ده؟

‌ Beach Apple – د دې ونې میوه

.په نامه یادیږي (Beach Apple) ميوه یې د په نامه يادېږي د
.دا ونې په مرکزي امريکا، فلوريډا باهاماس او کارابين سيمو (ويسټ انډيز) ټاپو ګانو کې پيدا کېږي
د کارابين بومي خلکو به د خپلو دښمنانو د شکنجې او ځورولو په خاطر دوی په دې ونه پورې تړل ، چې سوکه، سوکه به یې د مرګ تر کومي رسول

د خطر نښانونه او ګواښونه

که څه هم ددې ونو نسل د منقرض کېدو پرخوا روان دی، خو بيا به هم په پخوا کې ځينې سيلانيان او نور کسان په ناخبري کې دې ونو ته ورنږدې کېدل چې مشکل به یې ورته پېښاوه، خو اوس یې ورنه شاوخوا کټارۍ تاو کړې وي او د خبرتيا لوحې يې په خوا کې نصب شوې چې څوک ورنږدې نشئ

Leave a Comment