ټیکنالوژي

اتلاس پخوانۍ کمپيوټر

له ۱۹۶۲ کال څخه تر ۱۹۷۱ کال پورې د نړۍ تر ټولو ځواکمن کمپیوټر وو. د مانچسټر پوهنتون، فېرانټي شرکت او پلیسي په ګډو هڅو جوړ کړی وو.

د دوېم نسل کمپیوټر ګڼل کیږي. د (vacuum tubes) پر ځای یې (discrete germanium transistors) کاروه کوم چې په پخوانیو کمپیوټرونو کې کارېدل. همداسې (virtual memory) پکې کارېده.

یادې طریقې ډېرې ژر خپرې شوې او اوسمهال په هر ځای کې شته دي. وروسته د انګلستان د پېټرولیم او د لندن پوهنتون لپاره دوه نور اتلس جوړ شول. د اتلس کمپیوټر له طرحې فېرانټي شرکت اتلس ۲ جوړ کړ کوم چې د تیتان (Titan) په نامه هم یادېده او په کمبرېج پوهنتون وپلورل شو.

وروسته یې دوه نور اتلس ۲ تولید کړل او یوه یې د انګلستان د اټومي وسلو د څېړنو مرکز ( Atomic Weapons Research Establishment) ته ورکړ.

University of Manchester Atlas, January 1963
The first Atlas, installed at Manchester University and officially commissioned in 1962. Photo by Iain MacCullm.

لمړنۍ اتلاس کمپټور چي په منچسټر پوهنتون کې په ۱۹٦۲ کال کې ځاي پر ځاي شوى و – انځورګر لاين مک کالم

Leave a Comment